مصر کې یوې محکمې د دغه هېواد پخواني ولسمشر محمد مرسي د جاسوسۍ د یوې محاکمې په پای کې د عمري بند په سزا محکوم کړی.

نوموړی د هغو څو کسانو له ډلې و، چې پرې قطر ته د محرمو اسنادو ورکولو تور لګېدلی و.

د ښاغلي مرسي مدافع وکیل ویلي نوموړی د جاسوسۍ قضیې کې بې ګناه بلل شوی، خو وايي د یوه غیر قانوني سازمان مشري کولو له کبله سزا ورکړله شوې.

د الجزیره شب0,,18395741_303,00کې د دوو خبریالانو په ګډون څو نور کسان د اعدام په سزا محکوم شوي دي. محمد مرسي ته له دې مخکې هم د نورو محکمو لخوا د عمري بند سزا ورکړله شوې.

نوموړی کولای شي د دغې سزا خلاف د استناف محکمې ته لاړ شي.

له دې مخکې د مصر قضايي سسټم په اړه په نړیواله کچه پراخې نیوکې شوې دي.

ښاغلی مرسي چې په ډيموکراټيک ډول د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر و، د واکمنۍ پر وړاندې يې له پراخو لاريونو وروسته د پوځ له لوری لرې کړی شو.

دی اوس پر دې هم محاکمه کېږي چې د ادعاوو له مخې يې په ۲۰۱۲ کال یې له ولسمشرۍ ماڼۍ بهر د لاریون کونکو وژنه پارولې وه.

مصريان څه د پاسه دری لسيزې تر بيړني حالت لاندې، چې امنيتي ځواکونه ته لا ډېر واک ورکوي، اوسېدلي تر هغه چې ولسمشر حسنی مبارک د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې د پراخو احتجاجونو پايله کې واک پرېښودو ته اړی کړی شو.

محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې په ۳۰ نېټه ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته مصر کې د یوه مذهبي ګوند اړوند لومړنی ولسمشر وټاکل شو. د نوموړي د واکمنۍ یوه کلنه موده د سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي کمزورۍ ښکار وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *