د برتانیې په پارلمان کې د کارگر گوند غړې جو کاکس وژنې په داسې حال کې خلک حیران کړیدي چې یوه اونۍ وروسته په اروپایي ټولنه کې د پاته کیدو او یا وتلو په خاطر په دې هیواد کې عمومي ریفرنډم کیږي.

د ویسټ یورکاشیر د پولیسو یوې افسرې ډي کولنز خبریالانو ته د برید په هکله د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل ” جو په برید کې پوره ژوبله شوې وه. پولیسو مشکوک کس نیولی، د هغه سره ټوپک او نورې وسلې هم نیول شویديCF172120-E9A4-4BE6-AF80-33CA44DEE855_w610_r1_s. “

خو پولیس وایي چې تر اوسه نه ده څرگنده شوی چې دغه شخصه ولې دا کار کړی.

یو شمیر عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي وړاندې تر دې چې د پارلمان غړې جو کاکس، په چاقو ووهي، ډزې پرې وکړي او په لغتو یې ووهوله او نعرې وهلې چې ” لومړۍ برتانیه”.

میرمن کاکس د کارګر ګوند غړې وه او یو څلویښت کاله عمر یې درلود. هغې د سوریې د مهاجرینو لپاره مبارزه کوله او د مهاجرینو طرفداره دریځ یې درلود.

د برتانیې خلک په لندن کې د پارلمان په څلور لارې کې جو کاکس ته د درناوي مراتب څرگندوي

میرمن کاکس همدارنګه ددې سره مخالفت درلود چې برتانیه دې د اروپايي اتحاد نه بیله شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري چې د اروپا شمالي هیوادونو ته د سفر په لار دی ویلي دي چې په جو کاکس “باندې برید پر هغه چا باندې برید دی چې په دموکراسۍ باور لري.”

د اروپایي ټولنې د مالیه وزیرانو دغې وکیلې ته د درناوي په خاطر څو شیبې چوپتیا غوره کړه. میرمن کاکس د اروپایي ټولنې نه د برتنیې د وتلو او یا پاته کیدو په هکله له عمومي نظرپوښتنې څخه یوه اونۍ دمخه ووژل شوه.

د برتانیې صدراعظم دیوید کمرون، ددغې وکیلې له وژل کیدو وروسته په گیبرالتار کې خپله پلان شوی وینا لغوه کړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *