وړاندې، محکمې د هند ګجرات ایالت کې د ۲۰۰۲ کال هغو بلواوو لړ کې چې د مسلمانانو خلاف شوې وې، ۲۴ کسان مجرمان پېژندلي وو.

په هند کې یوې محکمې ۱۱ کسان په ۲۰۰۲ کال ګجرات کې د مسلمانانو- ضد اړدوړ پرمهال بدنامه ډله ییزه وژنه کې د ښکېلتیا له کبله په عمري بند محکوم کړي دي.

په احمد اباد کې ځانګړې محکمې ۱۲ نور کسان د ‘ګلبرګ ټولنې’ وژلو په تور په اوو کلونو بند محکوم کړي.

په اړدوړ کې لږترلږه ۶۹ کسان ووژل شول او ګڼ کسان د اړدوړ پرمهال وسوځول او په اور پاخه کړل شول.

په یوه اورګاډ160617064806_life_sentences_over_2002_india_massacre_640x360_afp_nocreditي کې له اور لګېدو وروسته، چې ۶۰ هندو زیارت کوونکي پکې ووژل شول، د ګجرات اړدوړ کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ډېری یې مسلمانان وو.

پر مسلمانانو تور پورې شوی و، چې ګواکې لومړی دوی پر ریل ګاډي ډزې کړې وې.

له هغه وروسته د غچ اخیستنې په موخه پاریدلو هندو لاریونیانو پر مسلمان مېشتو سیمو بریدونه وکړل. هغه کسان، چې د هند پر لومړي وزیر نرېندرا مودي نیوکې کوي، وايي نوموړی هغه مهال د ګجرات ایالت مشر وزیر و او د دغو پېښو مخنیوي لپاره یې لږې هڅې کړې دي.

د احمد اباد ګلبرګ نومي ودانۍ، چې هندو لاریونیانو پرې برید وکړ او ډېری مسلمان اوسېدونکي یې ژوندي سوځول شوي وو، کورونه یې هم سوځول شوي وو.

په وژل شویو کسانو کې یو مشهور مسلمان سیاستوال او د کانګریس ګوند ایالتي پارلماني غړی احسان جعفري هم و. پېښه کې ژوندي پاتې کسان وايي نوموړي له ځانه د دفاع لپاره له خپله ټوپکه ډزې کړې وې.

د نوموړي کونډه زکیه جعفري، وايي وژل شوي میړه یې له ښاغلي مودي نه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو وايي نوموړی یې مرستې ته را نه غی.

ښاغلي مودي په دې لړ کې تل کومه ناسمه کړنه رد کړې او د بلواوو په تړاو یې بښنه نه ده غوښتې.

وړاندې، محکمې د هند ګجرات ایالت کې د ۲۰۰۲ کال هغو بلواوو لړ کې چې د مسلمانانو خلاف شوې وې، ۲۴ کسان مجرمان پېژندلي وو.

د دغو پېښو په تړاو لومړنۍ څېرنې د ګجرات پولیسو وکړې او وروسته د هند سترې محکمې له لوري ۲۰۰۸ کال کې د یوې ټاکل شوې ځانګړې ډلې له لوري د دغو پېښو په اړه څېړنې تر سره شوې.

دغې ډلې د لسو دغه ډول پېښو په اړه څېرنه کړې، چې یوه یې د ګلبرګ پېښه ده.

د څېړنو پایله کې یو شمېر کسان وار له مخه محکوم شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *