ننګرهار كې ځانمرګى بريد كوونكى ووژل شو
د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې نن سهار وخته يو ځانمرګى بريد كوونكى، چې غوښتل يې پر پوليسو بريد وكړي، هدف ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواكونو له لوري ووژل شو.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د دغه ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد له قوله راغلي، دغه ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ سيمه کې پر ملي او سيمه ييزو پوليسو بريد وکړي، چې د امنيتي منسوبينو له خوا تر پېژندلو وروسته ووژل شو.
د سرچينې په وينا، په دغه پېښه کې امنيتي منسوبينو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.