د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې د فرانسې سفير وربللی او په اروپايي اتلوليو کې د روسۍ لوبډلې له ۴۰ زياتو پلویانو د نيولو په اړه يې ورته اعتراض وړاندې کړی دی.

روسيې د فرانسې سفير ته ويلي، چې د دغه هېواد پر وړاندې د “احساساتو پارول کېدای شي د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي نور هم ترینګلي کړي”.

په عيني حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، د “انګلستان د فوټبال مينه والو ناوړه کړنې بايد هم له پامه و نه غورځول شي”.

ښاغلي لاوروف د روسیې فوټبال لوبډل2481_The-Kremlinې د پلويانو د موټر درولو له امله د فرانسې پر پوليسو نېوکه کړې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم د خپل هېواد د فوټبال پلویانو ځينې کړنې غندلې، خو ويلي يې دي داسې هڅې کېږي چې د “نورو ناوړه کړنې له پامه وغورځول شي”.

نوموړي د بېلګې په توګه د انګلستان لوبډلې پلويانو ته په اشارې سره وويل چې پر مخ د “روسيې بيراغ” جوړوي.

د اروپا فوټبال اتلوليو په ترڅ کې له انګلستان سره د لوبې پر مهال د نښتو او تاوتریخوالي له امله روسيه نژدې ۱۷۰ زره ډالره جريمه شوې او دغه هېواد ته خبرداری ورکړل شوی چې که د زور زياتي په نورو پېښو کې برخه واخلي له روانو سياليو به وايستل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *