پروان كې د دوه وسله والو ډلو په نښته كې ۳ مړه، ۲ ټپيان د پروان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز سعد الله خیلو سیمه کې د دوه غير مسووله وسله والو ډلو په نښته کې درې تنه وژل شوې دي او دوه تنه نور ټپیان دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر عبدالصمد زn00049785-bلمى وايي په سیمه کې د څو ساعتونو لپاره د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ و، خو غير مسووله وسله والو د پولیسو په ور رسېدو سره سیمه پرې ایښې او تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې په یاد ولایت کې د غير مسوولو وسله والو په نښتو کې ګڼ كسان وژل كېږي چې له كبله يې ځايي اوسېدونكي پر حكومت غږ كوي چې د دغو وسله والو د بې وسلې كولو په هدف دې نوى پلان ژر تر ژره جوړ او عملي كړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *