كندهار كې د ځانګړو ځواكونو عملياتوکې نږدې دیرشو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې 1kjhjځانګړو ځواکونو يې تېره شپه ناوخته د شاولي کوټ ولسوالۍ په زنګي تان سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

د کندهار له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو عملياتو په مهال ٢٠ تنه وسله وال وژل شوي او ٦ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر هم ورکړل شوى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *