شاوخوا دوه زره وسله والو پر چارچينو ولسوالۍ بريدونه كړي دي

شاوخوا دوه زره وسله والو پر چارچينو ولسوالۍ بريدونه كړي دي د ارزګان ولايتي شورا وايي، د دې ولايت په چارچينو ولسوالۍ له دوه زرو زياتو وسله والو بريد كړى چې تر اوسه يې د ولسوالۍ د مركز په شمور ګڼې امنيتي پوستې نيولي، خو د ارزګان امنيتي چارواكي بيا په دې ولسوالۍ كې جګړه تاييدوي خو د سقوط خبره نه مني.

په ارزګان كې د چارچينو تر څنګ نورو ولسواليو كې هم د جګړې خبرونه شته، خو د دې ولايت يو شمېر چارواكي په جګړه كې د چارچينو ولسوالۍ د سقوط خبره كوي.

د ارزګان د ولايتي شورا مشر عبدالكريم خادمزى وايي، له تېرو څلورو ورځو راهيسې له دوه زرو زياتو وسله والو پر يادې ولسوالۍ بريدونه پيل كړي وو چې بيګا شپه يې دا ولسوالي نيولې ده.

د خادمزي په خبره دا مهال د ولسوالۍ مركز او ټولې امنيتي پوستې له له طالبانو سره دي او يوازې د چارچينو پوځي قرارګاه د دولت په ولكه كې ده: (( ولسوالي، قومنداني او ټولې پوستې سقوط شوې دي، تېره شپه يې اور ور اچولى دى، يوازې قرارګاه د دولت په ولكه كې ده.))

د ولايتي شورا مشر همدا راز وايي، دا مهال د ارزګان ټول ولايت د سقوط له ګواښ سره مخ دى خو مركزي حكومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده كړې.

بلخوا ځايي چارواکي په چارچينو کې درنه جګړه مني خو د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او هلته  امنيتي ځواکونه په لوړ مورال له وسله ولو سره مقاومت کوي (( د ولسوالۍ د سقوط خبره كاملا ردوو، دا هېڅ امكان نه لري چې هلته دې زموږ د پنځه سوه په شاوخوا كې امنيتي ځواكونه موجود وي او بيا دې هم دغه ولسوالي سقوط وكړي، دغه جګړه له څلورو ورځو راهيسې په شدت سره روانه ده، زموږ كمانډويي ځواكونه هلته موجود دي، دوى سره هوايي ملاتړ هم شته چې ځينو بريدونو كې يې د طالبانو مهم پټنځايونه په نښه كړي او تلفات يې ور اړولي دي.))

د اروزګان د والي ویاند وايي، په ياده جګړه کې تر دې مهاله ۷۶ وسله وال طالبان او دولس امنيتي سرتېري وژل شوي: (( همدا راز په نښتو كې ۳۵ وسله وال طالبان او پنځلس امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.))

دا په داسې حال كې ده چې وسله وال طالبان هم د چارچينو ولسوالۍ د نيولو او  د ۳۰ امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل