د مایامي د پوهنتون کارپوهان په دې باور دي، چې ښخې د داعش تروریستي دلې د غړو تر منخ د اړیکو ټینګولو او د بریښنا په کرښه تبلیغاتې برخه کې مهم او ځانګړی رول لوبوی. په دې هکله لیکنه د
په دې هکله خبر کې ویل کېږي، چې ښځې د بریښنا په کرښه “VKontakte” په بریښنا پاڼه کې ډیر تبلیغات کوی. په لومړي قدم کې دغه پاڼه ددوي لخوا ځکه ډیره کارول کېږي، چې د Facebook پر تله زر او په اغیزمنه توګه نه بلاک کېږي. دوهم دا چې دغه پاڼه په هغو سیمو کې چې د «اسلامي دولت» تر کنترول لاندي سیمې دي، ډیر کتونکي او لوستونکي لري.
ویل کېږي، چې د بریښنا په کرښه په یادې تروریستي ډله کې ښځې چې شمیر یې د نارینه پر تله لږ هم دی، خو ډیر فعال رول لوبوی. د ښځو شمیر ۱۷ زرو ته په داسي حال کې رسېږي، چې د نارینه غړو شمیر ۲۵ زره کسان په ګوته شوی دی.
څیړونکي وایي، چې ښځې د آسلامي دولت» په ډله کې د غړو تر منځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې، د دغې ډلې لپاره په تبلیغاتي برخه کې مهم او ځانګړی رول لوبوی. دوي په غږیزه توګه او په لیکل شوې بڼه تبلیغات کوي او ددغې ډلې لیکو ته خلک رابولي