په لغمان كې د مخالفينو پر ضد هوايي بريدونه ډیریږي

امنیتي چارواکو ویلي په لغمان كې د مخالفينو پر ضد هوايي بريدونه زياتوو د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وایي، له دې وروسته به په لغمان ولایت کې د وسله والو لغمانمخالفینو پر وړاندې هوایي بریدونه زیات شي.

د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د هیواد لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال لوی پاسوال عبدالرحمن رحمن، د ملي امنیت د عمومي ریاست ولایتي مرستیال عبدالمتین، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزیري او نورو ګڼو امنیتي مسولینو پرون د لغمان له والي او ولسونو سره په بیلا بیلو مسایلو خبرې او ليدنې كړې دي.

په خبر پاڼه کې د لوى درستیز قدم شاه شهیم له قوله ویل شوي، چې له دې وروسته به په لغمان ولایت کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره  پر هغوی هوايي بریدونه زیات کړي.

سرچینه وایي، د لغمان والي له راغلي پلاوي څخه د دغه ولایت امنیه قوماندان ته د زیات واک او صلاحیت غوښتنه وکړه او ټینګار یې درلود، چې یاده چاره به په سیمه کې امنیت نور هم ډاډمن کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل