د داعش ډلې يو شمېر غړي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي د جرمني د اطلاعاتي خدمتونو ادارې يو داسې لېست ترلاسه کړى، چې په کې د هغو داعش وسله والو نومونه راغلي، چې د مختلفو علتونو له كبله له داعش ډلې څخه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

يادې ادارې په خپور کړي رپوټ کې ويلي، داسې کورنۍ يې موندلي، چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ منځني ختيځ کې له داعش سره يو ځاى شوې وې.

دغه کورنۍ د اروپا د بېلابېلو هېوادونو اتباع بلل شوې دي.

د شپيګل مجلې د رپوټ له مخې، يادو کورنيو کې يې شل کورنۍ جرمني ته ورغلي او خپل عادي ژوند يې پيل کړى دى551543.

په خپاره کړو اسنادو کې د يادو کورنيو په اړه ويل شوي، چې دوى د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي له اجازې پرته په ځينو عملياتو کې تر ګډون وروسته شړل شوې دي.

شپيګل مجلې ليکلي، چې تراوسه د دغو اسنادو د کره والي په اړه څېړنې روانې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *