فاریاب کې ۱۴ طالبان وژل شوي
د افغانستان شمالي فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو او د کورنیو چارو وزات ادعا کړې ده ، په قیصار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د طالبانو دوه قومندانان چې یو یې “پاکستانی” او بل ازبکستانی دی، له ١٢ وسلوال سره وژل شوي دي.
د وژل شویو طالب قومندانانو نومونه مولوي نورالله او طاهر پهلوان ښودل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه عملیات تېره ورځ ترسره شوي چې په اوږدو کې یې د قیصار ولسوالۍ ځینې کلیوالې سیمې د دولت له وسله والو مخالفانو نيول شوې دي.
د فاریاب ولایت د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ادعا شوې ده “مولوي نور الله د پاکستان اوسېدونکی او طاهر پهلوان د ازبکستان دی.”
د کورنیو چارو وزارت وايي، په یادو عملیاتو کې د طالبانو ۱۷ نور غړي ټپيان شوي دي. طالبانو تر دې مهال د حکومت دې ادعا ته څه غبرگون نه دی ښودلى.
دواړو امنیتي سرچینو ویلي، چې په عملیاتو کې افغان سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو یوازې دوه سرتېري د خلکو د پاڅون پرمهال سربېرن ټپیان شوي دي.
سرچینې دا نه ده په ډاګه کړې چې ولسي پاڅون د څه لپاره پیل شوی و.
فاریاب له یوې خوا د حکومت وسله والو مخالفانو او د دولتي ځواکونو د نښتو شاهد دی، بل خوا په دې ولایت کې د جګپوړو حکومتي چارواکو اړوندو ناقانونه وسله والو او ملاتړو ترمنځهم پکې وخته ناوخت نښتې کېږي.
تېره ورځ، د فاریاب امنیه قومندان سید اقا اندرابي وویل، د ولایتي شورا د یوه غړي او د خلکو د پاڅون کوونکو د یوه قومندان ترمنځنښته کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.