عراقي سرتیرو موصل ښار کې پرمختګ کړی
له عراق څخه راغلي راپورونه ښيي چې حکومتي ځواکونو د موصل ښار په جنوب کې (داعش) پر مرکزونو بريدونه پيل کړي دي.
د سرچينو په وينا، د عراق پوځ چې د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو ملاتړ ورسره دی د پرمختګ په حال کې دی.
په عراق کې د موصل ښار د “اسلامي دولت” نومې ډلې يو تر ټولو لوی مرکز دی، چې له ۲۰۱۴ کاله د دغې ډلې تر ولکې لاندې دی.
ويل کېږي عراقي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د فلوجې ښار پر لور هم پرمختګ کړی، چې په دغه هېواد کې د داعش ډلې يو بل لوی مرکز ګڼل کېږي.
د فلوجې ښار د نيولو عمليات د تېرې مياشتې په وروستيو کې پيل شوي وو، دغه ښار د پلازمېنې بغداد په لوېديځ ۵۰ کيلومترۍ کې پروت دی.
د شمېرو له مخې ۵۰ زره ولسي وګړي په دغه ښار کې د جګړو له امله ګير پاتې دي.
ملګري ملتونه وایي، فلوجه کې خلک له لوږې مړه کېږي او یا هم د داعش لخوا په دې وژل کېږی چې ولې د هغوی لیکو ته نه ورځي.
د راپورونو له مخې، داعش وسله وال هم په ځانمرګو بریدونو او موټر بمونو د دغو عملیاتو مقابله کوي.