د پاکستان كراچۍ پوليسو د يوې ښځې په ګډون اووه ترهګر نيولي
د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د پوليسو په پلټونکو عملياتو کې د يوې ښځې په ګډون اووه ترهګر نيول شوي دي.
ځايي رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې ياد کسان پرون د كراچۍ په بېلا
نيول شوو کسانو په يو لړ بريدونو کې لاس درلود او پوليس يې په تعقيب کې وو.
د پاکستان کراچۍ ښار کې له تېرو شلو کلونو راهيسې له يوې خوا هدفي وژنې ترسره کېږي او له بل لوري د پاکستاني چارواکو په خبره، يو شمېر ترهګريزو ډلو هم پکې ځالې جوړې کړې دي.