د امریکا همجنسبازانو پر کلپ په خټه یوه افغان امریکایي برید کړی

په دې برید کې له ۱۰۰ ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د امریکا په فلوريډا کې د اورلانډو ښاروال د همجنسبازانو په يوه شپني نڅا کلب کې د ډزو په یوه پېښه کې د “۵۰”تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ۵۳ ټپيان شوي هم دي160612150619_orlando_624x351_reuters_nocredit.

معلومه شوې چې د بريدګر نوم عمر متين دی او عمر يې ۲۹ کاله ښودل شوی دی.

د یو شمېر امريکايي رسنيو په وينا بريدګر په خټه افغان دی، خو امريکايي چارواکو تراوسه د دې پخلی نه دی کړی.

پوليس وايي له دغې پېښې درې ساعته وروسته د ښار منځنۍ برخې شپنۍ نڅا کلب ته ننوتل او بريدګر يې وواژه.

د امریکا د پلټنو د فدرالي ادارې اېف بي ای ویاند وایي، شونې ده چې بریدګر له “اسلامي اورپکو” سره لیوالتیا لرله.

داسې ښکاري چې د بريدګر نوم د ترهګرو په لست کې نه و شامل.

د اورلانډو پوليسو مشر جان مينا په يوه خبري غونډه کې ويلي بريدګر يو ټوبک او تومانچه درلوده او له ځان سره يې يو بل څه هم تړلي وو.

بريدګر د همجنسبازانو په دغه کلب کې يو شمېر کسان هم برمته کړي وو.

تر دې وړاندې د اورلانډو پوليسو ويلي وو، چې دوی يوه چاودنه کړې، د مينا په وينا موخه يې د بريدګر توجه بدلول وو.

دا پېښه د یکشنبې په ګهیځ وختي شوې ده.

د یوه سیمه ییز تلوېزیون خبریال استيوراټ مور پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ډېر احتمال شته چې برید کوونکي له چاودېدونکي توکو ډک واسکټ اغوستي وي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې سیمې ته ګڼ امبولانسونه بېول شوي او د ټپیانو درملنه روانه ده.

یوه سړي چې د برید پرمهال په یاد کلب کې و،‌ د پېښې ځینې انځورونه پر فیسبوک خپاره کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه اعلامیه کې د وژل شوو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او په دې غم کې يې ځان شريک ښودلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *