داسې ښکاري چې روسیې دې ته غاړه نده ایښې چې د امریکا په مشری د داعش پر وړانډې نړیوال ایتلاف د روقي ښار د نیولو په برخه کې د روسیې له ونډې پرته ګام پورته کړي نو له دې مخې یې دسوریې پوځ ته لارښونه وکړه ترڅو د رقې په لور د برید مشري پر غاړه واخلي او دوی به یې هوایي ملاتړ وکړي. د روسیې دولتي سرتیرو د هغه ځواک په ګډون چې د روسیې له لوري زدکړې ورکړل شوې او د دښتې د شاهین نوم ورکړل شوی د رقې پر ولایت عملیات پیل کړل او د روسیې د هوایي بریدونو په ملتیا یې وکولای شول ددې ولایت پولو ته ځان نږدې کړي. روسیې ویلي وو چې دې ولایت ته د نږدې کیدو په حال کې به له امریکایي چارواکیو سره همغږي شتون ولري خو د امریکا له لوري دې غوښتنې ته هیڅ ډول ځواب ورنکړل شو ځکه چې امریکا پر هغه وسله والو ډلو حساب کړی وو کوم چې د ددوی تر ملاتړ لاندې دي. په داسې حال کې چې روسیه نغواړي د سوریې به مسایلوکې خپل رغنده رول له لاسه ورکړي له داعش سره یې په جګړه کې په نیغه توګه امریکا ته دا پیغام ورساوه چې د روسیې له ګډون پرته به هیڅ ډول عملیاتو او مبارزه بریالۍ نه وي.

روسیې تل غوښتي ترڅو په جګړه کې د النصرې ډلې سره مبارزه په لومړیتوبونو کې وي او لهJamNewsImage07213907 القاعدې سره یې د سور یې د دولت وسله والو مخالفینو پر لرې پاتې کیدو ټینګار کړی دی خو امریکا چې په سوریه کې یې د خبرو له لارې د ستونزې د هواری لړۍ روسیې ته سپارلې اوس هم نغواړي ترڅو د داعش پر وړاندې په مبارزه کې ددوی د مشری کچه را ټیټه شي.

اوس مهال د رقې پر ولایت د عملیاتو لومړی پلان د فرات رود سویلي سیمې ته چې له هوایي ډګر سره نښلیدلې برید دی، هغه سیمه چې له ښاره په څلویښت کیلو مترۍ کې پرته ده داعش دا ښار په دوه زره څوارلسم کال کې نیولی او له هغې مودې راهیسې یې په ډې سیمه کې یو سل شپیته دولتي سرتیري اعدام کړي دي.

لومړی لاره چې په ډې مبارزه کې باید ترې تیر شي هغه خوځښتونه دي چې د سوریې دموکرات ځواکونه یې د رقې په شمال کې څاري. دوی ویلي غواړي د حلب تر ختیځه ځان ورسوي او دا شونې ده چې د دولت وسله وال مخالفین غواړي ترڅو د سوریې لوی ښار تر واک لاندې راولي. او هغه سیمو ته ځانونه ورسوي کوم چې مخکې له دې یې د خپل حکومت لپاره په پام کې نیولې وې دا هغه کار ته ورته ګام دی کوم چې پّ عراق کې کردانو تر سره کړی وو. دې ته په کتو سره دا تمه شتون لري چې ترکیه به ډير ژر پوله ایزې سیمې تر هوایي بریدونو لاندې راولي او احرارالشام حرکت د ترکیې له لوري دې سیمو ته ورسوي او له بل لورې به خپلې نورې وسله والې ډلې سنبال کړي ترڅو له هغې لاې له کردانو سره د جګړې لپاره ډګر ته راووځي. په دې سره د ترکمن له ډلو څخه به هم وغواړي چې له احرار الشام سره یوځای شي په بله وینا ترکیه به هڅه وکړي ترڅو د دموکراتو کردانو پر وړاندې له سوریې سره ګډې پولې ته نږدې د جګړې نوی پړاو پرانیزي.

خو دوهمه لاره چې په دې برخه کې په پام کې نیول شوې د امریکا لاره ده. امریکا په دې وروستیو کې کردانو ته پرمختللې وسلې ورکړې دي او په دې شپو ورځو کې د سوریې کردي مشرانواو امریکایانو ترمنځ ډیری لیدنې تر سره شوې دا تیرې ځو ورځې کیږي چې د امریکایي پوځ قومندان د سوریې کرد میشتو سیمو ته راغی او پّ سوریه کې یې د امریکایي رزونکو او سلاکارانو سره ولیدل او دوی یې پر روقي برید ته وهڅول دا هڅې ددې لامل شوې ترڅو په رقه کې پر داعش فشارونه لږ کړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *