د ملگرو ملتونو لوي منشي دا څرگندوني په داسي حال کي کړې چي ددې ادارې له لوري ځيني مرستي سوريي ته رسيدلي دي
بانکي مون – “د خبرو لپاره نیټه نده را رسیدلې مونږ نغواړو ترڅو اوس مهال دا خبرې پیل کړو زه غواړم د اګست په میاشت کې دې خبر پر پیلیدو ټینګار وکړم دا هغه نیټه ده چې د سورییې د ملګرو هیوادونو له لوري ټاکل شوې.”
ده هیله مندي څرګنده کړې چې تر راتلونکو دوه اونیو د سوریې په هکله د پخلاینې خبرو ته لاره هواره شي
ښآغلي مون د هوا له لارې ملکی کسانو ته د مرستې رسولو په هکله د خبرو پر مهال د سوریې له حکومته وغوښتل ترځو اړو ملکي کسانو ته د مرستو رسولو لاره هواره کړي.
اوس مهال په سوریه کې د هوا له لارې مرستې یواځينی لاره چې کار ترې اخستل کیږي، خو له دې سره د هوا له لارې مرستې رسول ستونزمن او مصونیت یې ډير لږ وي.