د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، په دغه برید کې د “اسلامي دولت” ډلې ۱۳ جنګیالي هم وژل شوي او اوه نور یې ټپيان شوي
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د “اسلامي دولت” ډلې جنګیالیو په یوه برید کې د هسکې مېنې د پولیسو مشر شاه محمد صافی او څلور نور پولیس وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، برید د شنبې په ګهیځ (غبرګولی ۲۲) پیل شوی او د “اسلامي دولت” جنګیالي د هسکې مېنې د قومندانۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.
دی وايي، په برید کې د ودانۍ د ننه شپږ نور پولیس ټپیان شوي دي.
د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، په دغه برید کې د “اسلامي دولت” ډلې ۱۳ جنګیالي هم وژل شوي او اوه نور یې ټپيان شوي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.