د اختر منصور د وژل کیدو په هکله پوښتنې

ملا اختر منصور په دیارلس سوه اوه څلویښتم کال کې د کندهار ولایت میوند ولسوالی سترګې نړۍ ته پرانستلې. دی د اسحقزیو له پرګنې او د کندهار ولایت له پښتنو څخه شمیرل کیده. ده خپلې دیني زدکړې په پاکستان کې پای ته رسولې او سیاسي فعالیت یې د یونس خالص له حزب اسلامي سره له یو13390782_1102500876477698_2017509436_nځای کیدو پیل شویدی ترهغې چې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو. ده د شوروي پر وړاندې جګړه کړې او دطالبانو د اماراتو پر مهال د آریانا ریس او د ترانسپورت د وزیر په توګه باتې شوی دی. د اماراتو په سقوط سره پاکستان ته لاړ او د کویتې شورا په مشرۍ کې یې اصلي رول درلود.

کله چې د ملا عمر د مړینې خبر خپور شی د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو چې یو مرستیال یې هیبت الله آخندزاده او بل یې سراج الدین حقاني وو. د دیارلس سوه پنځه نویم کال د جوزا میاشتې په لومړی نیټه هغه مهال د امریکایي بې پیلوټه الوتکې له لوري په نښه شو چې ویل کیږي له ایران څخه د بیرته راتګ پّ حال کې وو. اختر منصور له دریو کلونو راهیسې د طالبانو مشري کوله خوله لومړنیو دوه کلونو یې ډيرو لږو کسانو مالومات درلودل. د ملا اختر منصور راتګ او تګ نړیوال انعکاس درلود، خو ملا منصور ولې ووژل شو؟

د سپتامبر یولسمې نیټې خونړۍ پیښې وروسته امریکایان افغانستان ته را ورسیدل ترڅو ددې پیښې اصلي رامنځ ته کونکی اسامه بن لادن ته خپله سزا ورکړي، اسامه تښتیدلی وو او امریکایانو دی تر تورې بورې او پاکستانه څارلی وو. د دوه زره یولسم کال دمې په لومړی نیټه نړیوالو رسنیو دپاکستان په ایبټ آباد کې د د امریکایي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن له وژل کیدو خبر ورکړ. نړی شوکی شوه او د ملا محمد عمر غیابت دوام وکړ دده د پیامونو خپریدو به ددې ښکارندویي کوله چې دی ژوندی دی خو د دیارلس سوه څلور نویم کال د زمری یا اسد د میاشتی په اومه نیټه افغان دولت کله چې په اسلام آباد کې د پخلاینې خبرې روانې وي د پاکستان چارواکیو له خولې وویل چې ملا عمر دوه کاله وړاندې وژل شوی دی.

له دې یوه ورځ وروسته طالبانو هم د خپل مشر وژل کیدل ومنل او تر څلور ویشتو ساعتونو یې ملا اختر منصورد ملا عمر ځای ناستی اعلان کړ. کله چې ملا اختر منصور د طالبانو د مشر په توګه پاتې شوی دده د مشری پر مهال: په دیارلس سوه درې نویم کال د سرطان په اتلسمه د کندهاروالي پر دفتر برید وشو، په پکتیکا کې د والیبال لوبې لیدونکې په بمي چاودنه په نښه شول، د دیارلس سوه درې نویم کال د قوس میاشتې په دوهمه نیټه په خوست کې په لاریون کونکو برید وشو، د دیارلس سوه څلور نویم کال د حمل میاشتې په دیارلسمه نیټه پارلمان تر ډله ایز برید لاندې راوستل شو، د همدي کال د سرطان میاشتې په لومړی نیټه د میدان وردګو ولایت د جلریز پیښه رامنځ ته شوه، د دیارلس سوه څلور نویم کال د سرطان په یولسمه نیټه د شاه شهید پیښه او د پولیسو پر اکاډمۍ برید تر سره شو، د همدي کال د اسد میاشتې په شپاړسمه نیټه کندز د طالبانو لاس ته ورغی، د څلور نویم کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د طلوع تلویزیزیون پر کارونکو برید وشو، د څلور نویم کال د جدې په میاشت کې د ملي امنیت د رجال برجسته پر ریاست ډله ایز برید تر سره شو، او د روان کال د ورې میاشتې په لړ کې په میدان وردګو، بدخشان، هلمند، فاریاب، تخار او بغلان ولایتونو کې یو شمیر ولسوالی د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې او د ځینو بریدونو په تر سره کیدو کې په زرګونه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کله چې ملا اختر منصور واک تر لاسه کړ یو شمیر طالبانو له ده سره مخالفتونه پیل کړل.

د وسله والو طالبانو د مشر د ملا منصور وژل کیدل هغه هم د امریکا په لاس تر ډیره له تمې پرته وو امریکا په دې تیرو دوه دریو کلونو کې په کراتو اعلان کړی چې طالبان نور ددوی په تور نوم لړ کې ځای نلري او له دې مخې د امریکا لپاره طالبان د دښمن په لیکو کې نه شمیرل کیږي. اوس د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملا منصور وژل کیدل د ریښتینولی او څرګندونو ترمنځ د لوی واټن ښکارندویي کوي چې ډيری پوښتنې یې رامنځ ته کړې دي او په دې سره د ملا منصور وژل کیدو ډول ډول اړخونه ځآن ته خپل کړي دي چې تر اوسه هم په بشپړه توګه دده د مړینې پخلی نه کیږي.

د ملا اختر منصور له وژل کیدو سره ځینې اړوند ټکي:

د افغانستان اړوند د سولې ګونګتیا: افغان دولت په تیرو کلونو کې د سولې د رامنځ ته کیدو لپاره تر ډيرې هڅې وکړې. د سولې او ټیکاو هیلې کله ناکله اوږدې شوې دي. د ملي یوالي حکومت تر ډيره هڅه وکړه ترڅو په افغانستان کې د پخلاینې بهیر بریالی شي او څلور اړخیزې ناستې له څلورو پړاونو ناستې وروسته اعلان وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو استازي به په مخامخ خبرو کې ګډون کوي. په څلور اړخیزه ناسته کې د ملا منصور ګډون ددې ښکارندویي کوله چې دی د سولې غوښتونکی دی او د خلکو ترمنځ یې هیلې رامنځ ته کړې خو ملا اختر منصور د افغان حکومت له استازو سره په مخامخ خبرو کې له ګډونه ډډه وکړه.

څلور اړخیزې ناستې پریکړه کړې وه که چیرې د وسله والو طالبانو مشران د پخلاینې په خبرو کې ګډون ونکړي پر دوی به بریدونه کیږي. خو امریکا هغه څه تر سره کړل کوم چې پاکستان ترې ډډه کړې وه. نو له دې مخې کیدای شي د ملامنصور د وژل کیدو یو لامل هم د پخلاینې له بهیر سره دده نه یوځآی کیدل وي. پنټاګون ویلي ملا منصور د پخلاینې په لاره کې خنډونه رامنځ ته کول او کابل هم دده له پر له پسې ډډې کولو خبر ورکړی دی.

دا چې ملا منصور د دې لپاره وژل شوي وي چې د پخلاینې په لاره کې یې خنډ رامنځ ته کولو، د افغانستان د پخلاینې ګونګ برخلیک به د ملا اختر منصور له وژل کیدو سره تر یوې کچې د ابهاماتو قضیه راټیټه کړي.

له ایران او روسیې سره نږدې والی: اسلامي اماراتو د روسیې او ایران لپاره یو ګډ دښمن شمیرل کیده، دې ګډ دښمن د لویدیځوالو په مرسته ماته وخوړه او د لنډې مودې لپاره له واکه ولوید. له دې سره چې روسیې او ایران له ناټو سره اختلافات درلودل خو د افغانستان په هکله یې له دوی سره مرسته وکړه او د افغانستان دیپلوماسۍ په هیواد کې د له روسیې اوایران سره بریالی وه. په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله شتون او ددوی هډې د روسیې او ایران لپاره د منلو وړ نه وو، د داعش ځواکمن ځواک چې په منځني ختیځ کې یې لمن پراخه شوه له افغانستانه هم سر را پورته کړ چې تر ډيره یې ایران او روسیې ته ګواښونه رامنځ ته کړل، د شک له مخې روسیې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دا هغه موضوع ده چې کله ناکله د روسیې له لوري منل شوې او رد شوې هم دي.

له دې سره داسې لاسوندونه هم شتون لري چې ایران له طالبانو او د ګلبدین حکمتیار په مشری له حزب اسلامي څخه ملاتړ کړی دی او منطق هم ددې ښکارندوي کوي چې ایران او روسیې دې له دې دوه ډلو سره اړیکې درلودلې وي. که چیرې ملا منصور له ایران او روسیې سره ایړکې نیولې وي نو دا مسله د امریکا لپاره ډیره ګواښونکې وه او دا شونې ده چې ملا اختر منصور د له ایران او روسیې سره د اړیکو له امله وژل شوی وي.

پآکستان اعلان وکړ چې اختر منصور د ولي محمد په نامه پاسپورت درلود او په دې پاسپورت کې د ایران متعبره ویزې هم شتون درلود. ولي پاکستان له دې موضوع پرده پورته کړه؟

د پاکستان ادعا د بحث وړ نور مسایل هم رانغاړي. که چیرې ملا منصور دا پاسپورت له ځان سره درلود د منطق له مخې دا شونې نه وه د هغه اور په لمبو کې چې ملا اختر او موټر یې سوځیدلي پاسپورته روغ رمټ پاتې شوی وی. کیدای شي ملا منصور څو پاسپورتونه درلودل او له دې څخه یې په یوه مخکې له دې ایران ته سفر کړی وي او کیدای شي دا پاسپورت له آی ایس آی سره ساتل کیده او پآکستان کولای شي ایران ته د ملا منصور صفر ثابت کړي.

د پآکستان په خاوره کې د ملا منصور د وژل کیدو خبر دا هیواد یو ځل بیا دا هیواد په نړیواله کچه انزوا او څنډې ته کړ، لومړی ځلې پر دې هیواد د اسامه بن لادن په وژل کیدو سره فشارونه ډير شوي وو. کیدای چې د پاکستان دیپلوماسۍ غوښتې وي ترڅو په دې اعلان سره نړیوال فشارونه وویشي او دا په ډاګه کړي چې یواځې دا پاکستان ندی چې د طالبانو ملاتړ کوي بلکې له دوی سره نور هیوادونه هم اړیکې لري.

ایران د چابهار په درې اړخیز تړون سره هند چې د پاکستان سیال هیواد دی له افغانستان سره او منځنۍ آسیا سره نښلوي. اوس مهال منځنۍ آسیا تر ډيره د پآکستان تر سیوری لاندې ده د هند په پرتله.له دې سره چې د چابهار بندر اقتصادي اړخونه لري هند کولای شي له دې لارې په افغانستان اومنځنۍ آسیا کې د پاکستان رول او نفوذ زیانمن کړي. ددې تړون په بشپړیدو سره پاکستان پر افغانستان د فشارونو ډیری برخه له لاسه ورکوي. په دې وروستیو کې ایران ته د هند او افغانستان د مشرانو سفر نشي کولای چې د اړیکو په هکله د پاکستان له ادعاوو خالي وي.

د افغانستان دیپلوماسي: افغان دولت په یو لړ هڅو کې وکولای شول د امریکا، چین او پآکستان دولتونه د پخلاینې په بهیر کې راګډ کړي او د یولړ هڅو په تر سره کولو سره چې په لړ کې یې په څلور اړخیزه ناسته کې پر هغه طالبانو برید ته مشروعیت ورکړ کوم چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي او په څلور اړخیزه ناسته کې یې پریکړه شوې وه. مخامخ خبرو ته د ملا منصور نه حاضریدلو د پخلاینې پر بهیر سړې اوبه واچولې. کیدای شي افغانستان امریکا ته دا قناعت ورکړی وي ترڅو د پخلاینې بهیر بریالی کړي. ترڅو د ترهرګرۍ پر وړاندې د امریکا او افغانستان ګډې جګړې چې ډير لګښت لري، مخنیوی وکړي او دې موخې ته د رسیدو لپاره چې په لاره یې کې لوی خنډ ملا منصور وو ووژني.

د پآکستان په آند د ملا منصور وژل کیدو د پخلاینې خبرې نورې هم پیچلې اوله ستونزو سره مخ کړي دي او جګړې لمن یې پراخه کړې ده خو افغان حکومت او امریکا دواړه د پاکستان له دې څرګندونو سره مخالف دي او د ملا اختر منصور وژل کیدل د روښانه راتلونکې لپاره ګتور بولي.

د امریکا او پاکستان لړزانده اړیکې: پاکستان په دې تیره نیمه پیړۍ کې د امریکا ملګری هیواد وو او ددوی سیال هیواد یعني هند د امریکا له سیال شوري او روسیې سره نږدې اړیکې درلودې او په سویلي آسیا کې ددوی له سنتي ملاتړو څخه شمیرل کیده. د سړې جګړې په پای ته رسیدو سره په دې برخه کې ډيری بدلونونه رامنځ ته شول. اوس مهال د هند دموکراسي له امریکا سره ډيرې اړیکې رامنځ ته کړې دي او د پاکستان پوځ خپل پخوانی ځای او ځای ګي له ستونزو سره پر خپل ځای ساتلی دی. امریکا له ترهګرۍ او بنسټپالی سره د د مبارزې په برخه کې د پاکستان د همکاری او یوالې په موخه له دې هیواد سره هر کال دوه میلیارده ډالره مرسته کوي او دا مرستې له پوځي او ملکي برخو سره کیږي او ډيری ډول ډول وسله هم پلوري.

پاکستان د امریکا د مرستو له مخې له افغانستان سره کرښې ته نږدې نږدې سل زره سرتیري استولي دي ترڅو د ترهګرو له تګ را تګه مخنیوی وکړي. له دې سره اسلام اباد په قبایلي سیمو کې ډيری عملیات تر سره کړي دي له ددې سره د پاکستان له خاورې کار اخستنه، له امریکا سره د ګډو اسختباراتي مرکزونو رامنځ ته کول او د ترهګریزو کړنو یو شمیر نیول شويو کسانو اعدام چې پّ دې سزا محکوم شوي وود پآکستان له نورو ګام پورته کونو شمیرل کیږي. په پاکستان کې هم د افغانستاان په څیر په زرګونه ملکي کسان د ترهګریزو، بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او د چاودنو قرباني شوي دي.

د امریکا په کنګره کې له څو کلونو راهیسې د امریکا او پاکستان پر ستراتیژیکو اړیکو نیوکې کیږي. په دیارلس سوه دري نویم کال کې کله چې امریکایان اړ شول ترڅو د بویي برګډال د خوشي کولو لپاره له ګوانتانامو بندخونې څخه پنځه طالب چارواکي خوشي کړي، په دې برخه کې یې د پآکستان پر نه همکارۍ نیوکې پیل کړې او پاکستان یې په دې تورن کړ چې ګواکې د امریکا پر ځای د حقانې ډلې ته لومړیتوب ورکوي.

له دې سره چې امریکا په کراتو غوښتنه کړې خو بیا هم له پاکستان سره د امریکا د مرستو بهیر روڼد نه وو ځه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پّ برخه کې له پاکستان سره د امریکا مرستې شوې پیسې له هند سره د سیالې له مخې د وسلو په پیردولو لګیدلې دي. په پاکستان کې د طالبانو او القاعدې د مشرانو او چارواکیو شتون له دې سره د سپتامبر د یولسمې نیټې چې ډيری مرګونې بریدونه یې له ځآن سره درلودل پّ افغانستان کې د زرګونه امریکایي سرتیرو د وژل کیدو او امریکا ته تر ډيره د مالي زیان رسولو لامل شوی دی او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې د پآکستان ریښتینولي تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.

امریکا له دوه زره پنځم کال وروسته هر کال له پاکستان سره درې سوه میلیونه دالره مرسته کوله ترڅو متعارفه وسله وپیري او په دوه زره اوم کال کې یې د څلور زره درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت وسله پیرلې ده. پر پاکستان د ارمیکا په پلور شویو وسلو کې یو هم اف شپاړس جنګي الوتکې دي چې په دې وروستیو کې کنګرې په دې برخه ځینې سختوالی راوستلی دی. له دې سره د امریکا ولسي جرګې داسې یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې امریکا له پاکستان سره په داسې حال کې پوځې مرستې کولای شي چې پاکستان د ترهګرۍ او پنسټپالۍ په برخه کې ګړندې او د پام وړ ګامونه پورته کړي.

د ملا اختر منصور وژل کیدل ددې ښکارندويي کوي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر پاکستان د ډير فشار راوستلو لپاره لاس په کار شوی دی. له دې سره چې ځیینې څیړونکي وایي چې ملا اختر منصور د آی ایس آی په مرستې سره له منځه وړل شوی دی خو زه په دې پوهیږم چې په خپله امریکایي اسختبارات د ملا اختر منصور د پیدا کولو په هکله مالومات درلودلی شي او ددې هیواد اسختبارات په افغانستان او پآکستان کې د ترهګرو د مشرانو په هکله بشپړ مالومات درلودلی شي.

د آصف علي زرداري په ملکي حکومت کې د امریکا پوځ پاکستاني پوځي مشرانو ته د هغه انڅورونو د لیدو اجازه وکړه کوم چې د بې پیلوټه الوتکې له لوري له قبایلي سیمو اخستل شوي وو او دوی ته د وسله والو مخالفینو د ټلفوني اړیکو د اوریدو اجازه هم ورکړل شوه. د امریکا اسختباراتي ادارې له لوري تر لاسه شوي مالومات د پاکستاني پوځیانو په واک کې ورکړل شول. ملا اختر منصور کیدای شي د امریکا د استختباراتي مالوماتو له مخې وژل شوی وي او دا په ډاګه کړي چې ددې هیواد اسختبارات څومره پیاوړي دي.

د خاور میانه خبري آژآنس ــ کابل ــ افغانستان

لیکنه: د پوهنتون استاد، علي رضا صمدی

Author

خروج از نسخه موبایل