جوديت ديسوزا له يوه کال راهيسې په کابل کې کار کاوه

هندي چارواکو منلې چې په افغان پلازمېنه کابل کې يوه هندۍ مېرمن تښول شوې او د خوشي کولو لپاره يې د هلو ځلو خبر ورکړی دی.

د خبر160610133351_judith_desouza_640x360_apي سرچينو له مخې ۴۰ کلنې جوديت ديسوزا، د اغاخان له بنسټ سره په کابل کې کار کاوه چې تېره شپه د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شوه.

افغانستان کې د اغاخان بنسټ ويلي، د تښتول شوې مېرمنې د ژغورنې لپاره يې له افغان حکومت سره يو ځای کار پيل کړی دی.

افغان چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د تښتول شوې مېرمنې خور اګنس ديسوزا د خواله رسنيو پر ټويټر پاڼې د هند د بهرنيو چارو له وزارت د مرستې غوښتنه کړې ده.

نوموړې په يوه پيغام کې ليکلي “خور مې، جوديت ديسوزا په کابل کې تښتول شوې. د خلاصون لپاره يې ستاسو د سملاسي مرستې غوښتنه کوم”.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوارج يې په ځواب کې ليکلي: “هغه ستا خور او د هند لور ده. زموږ چې هر څه په وس پوره وي د هغې د خلاصون لپاره به يې ترسره کړو”

د اغاخان بنسټ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې يوه کارکوونکې يې تښتول شوې ده.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي. د امنيتي او ځينو نور بسټونو سره يو ځای يې د دې مېرمنې د خلاصون لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

د اغلې ديسوزا خور د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې خور يې له تېره يوه کال راهيسې په کابل کې په کار بوخته وه.

د دغې مېرمنې د تښتونې په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، خو هندي رسنيو ويلي چې نوموړې د کابل ښار په تايمنيو سیمه کې تښتول شوې.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې يو بل هندی چې اليکسس پرم کما نومېده په هرات ولايت کې تښتول شوی و، چې د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ مياشت کې خوشی شو.

همدا ډول په ۲۰۰۳ کال کې د ساختماني برخې دوه هندي کارګر تښتول شوي وو، چې بيا وروسته ازاد شول.

د اغا خان بنسټ له ۲۰۰۲ کال راهيسې د کليو د پراختيا، د کرنې، زده کړې او د څښلو اوبو رسولو په برخه کې کار کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *