امريکايي پلاوی وايي په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه شته او له هغه ځايه په افغانستان کې د بريدونو پلاونه جوړوي

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د امریکا يوه لوړ پوړي پلاوي يو ځل بيا ويلي چې په پاکستان کې د طالبانو “پټنځايونه” دي او له همدې ځايه په افغانستان کې د بريدونو پلانونه جوړوي.

د پاکستان 6AA58E64-5166-4692-87C9-A32364C133F0_w268_r1د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز د دې خبرې په ځواب کې ویلي چې پاکستان د “ضرب عضب” په نامه په عملياتو کې د هر ډول ترهګرو پر ضد عمليات کړي او هېڅ يوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دوي خاوره دې د ګاونډيانو پر ضد وکاروي.

پاکستان ته تللي په دغه امريکايي پلاوي کې د امريکايي ولسمشر ځانګړی استازی ډاکټر پيټر لیوای او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي رچرډ اولسن او ځيني نور لوړپوړي امريکايي چارواکي شامل دي.

دغه چارواکي په داسې وخت کې د پاکستان دوره کوي، چې په بلوچستان کې په امريکايي ډرون برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژنې وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکي سړې شوې وې.

پاکستان همدا برید پر خپله خپلواکۍ برید بللی او د احتجاج په توګه يې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډېويډ هېل د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز امریکايي پلاوي ته ويلي، په راتلونکې کې دغه ډول ډرون بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابولی شي، او زیاته کړې يې ده چې د بلوچستان له ډرون برید سره هم په افغانستان کې د سولې بهیر اغېزمن شوی دی.

د بهرنیو چارو د دې خبرپاڼې له مخې په دې ليدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرتر اعزاز احمد چودري یاد امریکايي پلاوي ته ویلي چې پاکستان د خپلو پولو د خوندي ساتلو لپاره جدي ګامونه اخلي او هیواد يې هیله من دی چې دلته مېشت افغان کډوال به ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

دا خبرپاڼه مخکې ليکي اعزاز چودري امريکايي پلاوي ته ویلي، افغان حکومت دې هم هغو پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي چې د دوي غاړې ته مېشت دي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

 بلوچستان په نوشکي سیمه کې د تېري مۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه په امریکايي ډرون برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور هغه مهال وژل شوی و چې د چارواکو په خبره له ایران څخه کوټې ته پر لاره و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *