د ملگرو ملتونو همغزي کونکي ويلي دا کسان په هغه ښار کي بند پاتي دي کوم چي د عراق حکومت له داعشه د نيولو عمليات پيل کړي.

مخکې له دې اعلان شوی وو چې په فلوجه ښار کې پنځوس زره 665003303001_4917754446001_4917144865001-vsکسان بند پاتې دي خو اوس د ملګرو ملتونو همغږۍ کونکي وایي چې په دې ښار کې چې د داعش تر واک لاندې دی نوي زره کسان بند باتې دي

ليزي گراندي – ” دا زمونګ دنده ده ترڅو په فلوجه کې د ملکي کسانو شمیره په ډاګه کړو مونګ په دې آند وو چې په دې ښار کې به څلویښت یا پنځوس زره کسان وي خو د نویو مالوماتو له مخې داسې ښکاري چې په دې ښار کې به نوي زره کسان شتون ولري دوی په بد حالت کې شتون لري او له ګواښ سره مخ دي.”

په ورته حال کې هغه کسان چې له فلوجې په تیښته بریالي شوي ډي په دې سیمه کې یې حالت ډير بد ښودلی دوی ویلي په فلوجه کې ژوند ستونزمن دی د خوړو لپاره څه نه پیدا کیږي او ګرمي هم وژونکې ده.

ام عمر – “مونګ په ډير بد حالت کې ژوند کاوه د هغې ځای ګرمي ژونکې ده زمونږ ټوله کورنۍ له ګواښ سره مخ وه زه دوه لوراني او یو معلول زوی لرم مونګ هیڅ نه لرو د اورو غوریو او بوری لپاره پیسې نلرو او له مونګ سره مرسته هم نده کړې مونګ یواځې دوعا کوو چې خدای د له مونګ سره مرسته وکړي.”

فلوجه چې د بغداد په پنځوس کلیو مترۍ کې پروت دی له دوه زره څوارلسم کال راهیسې د داعش په لاس کې دی او د عراق پوځ د جوزا میاشتی له دریمې نیټې ددې ښار د نیولو عملیات پیل کړي دي هغه عملیات چې د امریکا له هوایي بریدونو او ولسی ځواک له ملاتړه برخمن دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *