هيوادوالو د روژي مبارکې مياشتي په رارسيدو سره تر ډيره د بيو په لوړوالي انديښنه څرگنده کړې ده
هيوادوالو د روژي مبارکې مياشتي په رارسيدو سره تر ډيره د بيو په لوړوالي انديښنه څرگنده کړې ده
ډيری کابل ميشتي د اړتيا وړ لومړنيو توکيو بيې ډيري لوړې بولي او د اړوندو دولتي ادارو پر نه کنترول او بيغوری نيوکه کوي دوی له دولتي ادارو څخه غوښتي ترڅو د بيوو د کنترول او لوړوالي په موخه ژر تر ژره لاس په کار شي
هر کال د روژې مبارکې میاشتې به رارسیدو سره د خورواکي توکیو لکه: اوړو، غوړیو، غوښې او ځینو نورو اړینو توکو بیې تر ډيره لوړیږي. خو په روان کال کې ددې توکیو بیې تر ډيره لوړې شوې چې د هیوادوالو غبرګونونه او اندیښنې یې را پارولي دي دوی وایي د روژې په رارسیدلو سره بیې څو برابره لوړې شوې دي.
یواځې د کابل ښار اوسیدونکي د بیو په لوړوالي نیوکه نلري بلکې هټۍ وال هم د روژې په مبارکه میاشت کې د بیو پر لوړوالي نیوکې لري. دوی وایي په روژه کې د روژې او عبادت مسله مطرح نده بلکې شخصي ګټې او د اقتصادي تاوتریخوالی حاکم وي او د ټولنیز عدالت څرک نه لګي.
د کابل ښآر اوسیدونکي او پلورونکي وایي: د دولت او اړوندو ادارو بیغوري او نه کنترول دډې لامل کیږي ترڅو هر کال د خوراکي توکیو بیې لوړې شي. دوی له دولت څخه غوښتي ترڅو په بیړې سره لاس په کار او د بیو د لوړوالي مخنیوی وکړي.