له داعش څخه د فلوجي د پاکوالي په موخه پيل شوي عمليات ځنډول شوي دي د عراق لومړي وزير حيدر عبادي ويلي عمليات يي په دي ښار کي د ملکي کسانو د ژوند ژغورني په موخه ځندولي دي

له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو په فلوجې ښار کې د ملکي کسانو د ژو150416192248_a_624x351_afpند په هکله اندیښنه څرګنده کړې او د بشر حقونو هم ورته خواشیني ښودلې او داسې ریپوټونه خپاره شول چې ګواکې داعش په دې ښار کې د ملکي کسانو څخه د سپر په توګه کار اخلي، عراقي ځواکونو پر دې ښآر عملیات ځنډولي دي. د عراق لومړي وزیر په ډې ښار کې د عملیاتو پرمختګ ته په کتو سره ویلي دا عملیات یې د ملکي کسانو د ژغورنې پّ موخه وځنډول.

حيدرعبادي – “ددې ګام پورته کونې اصلي موخه د ملکي کسانو د تلفاتو مخنیوی ده چې په دې سره به امینتي تلفاتو کچه هم ټیټه شي ځکه زمونږ مخالفینو په ډيریو سیمو کې بمونه ځای پر ځای کړي خو له دې سره به مونږ ډیر ژر په فلوجه ښار کې د عراق بیرغ ځوړند کړو.”

عبادي لس ورځې وړاندې د فلوجې ښار د نیولو حکم صادر کړ خو په دې ښآر کې د پنځوسو زرو ملکي کسانو شتونن او ددوی د ژوند په هکله اندیښو دوی دې ته اړ کړي ترحو دا عملیات وځنډوي له دې هیواده د را رسیدلو ریپوټونو له مخې د داعش له لوري ځانمرګو بریدونو او له ملکي کسانو څخه د سپر په توګه کار اخستنې دولتي سرتیري له اټه څلویښت ساعتونو راهیسې د نعیمه په سیمه کې تم کړي دي   له موصل وروسته فلوجه د عراق دوهم لوی ښار شمیرل کیږي چې له دوه کلونو راهیسې د داعش په لاس کې دی او له پلازمینی بغداد سره په پنځه څلویښت کیلومتری کې پروت دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *