د سوريي پنخه کلني جگري تر تولو ماشومان زيانمن کري دي دوي چي په دي ستونزه کي هيخ دول رول نلري له جگري ستومانه شوي او په خپل هيواد کي د سولي غوشتونکي دي

دا ماشومان د پخواني دمشق د کاتولیکانو په یوه کلیسا کې سره را ټول شوي او په دې هیواد کې د سولې د رامنځ ته کیدو دوعا کوي. دوی له پاپ فرانسیس څخه هم غوښتي ترڅو په سوریه کې د سولې د رامنځ ته کیدو دوعا وکړي ددوی له شعارونو داسې ښکاري چې دا ماشومان د امنې سیمې او د ژوند د دوام غوښتونکي دي.

879-04

ددې برنامې مسولین وایي: ددې ماشومانو د راټولیدو موخه ددوی د ماشومانه ستوڼي څخه د سولې د غږ را پورته کیدل ده او د سوریې په پنځه کلنه جګړه کې ماشومان تر ډیره زیانمن شوي دي.

توماس حبيب – ” پّ سوریه کې له پنځه کلونو راهیسې په جګړه کې ماشومان تر ډيره زیانمن شوي دي. دوی وژل شوي او دوی ټپیان دي دوی له زدکړو محروم شوي او ددې نښټو بیګناه قربایان دي دا په داسې حال کې ده کله چې دوی نړۍ ته سترګې پرانستلې له جګړې پرته یې بل څه ندي لیدلي.”

د سوریې کړکیچ ددې هیواد په بیلا بیلو برخو کې ډيری ستونزې رامڼخ ته کړې او کلابندې سیمې د خوړو له کمښت سره مخ شوې دي چې بیا یې هم ډیری زیانمن ماشومان دي.

د درایا په ښار کې د مرستې رسونې یو کاروان ور رسیدلی پکې د ماشومانو واکسین او شیدې وروړل شوې دي خو د دولت او ددوی د وسله والو مخالفینو ترواک لاندې ډيری سیمې له دې ډول مرستو هم بې برخې دي.

تیره ورځ فرانسې او بریتانیا له ملګرو ملتونو وغوښتل ترڅو هغه سیمو ته د هوا له لارې مرستې ورسوي کوم چې کلابندې دي دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د سوریې د ملاتړ په نامه نړیوالې ډلې د جون لومړی ورځ د انسان دوستانه بیړنیو مرستو د رسولو ورځ اعلان کړې وه. پّ ورته حال کې داسې انځورونه هم خپاره شوي چې د جګړې به ډګر کې د حلب اوسیدونکي له سختې لوږې سره مخ شوي دي

“مونږ له خپلې سیمې تښتیدلي یو پر دې سیمه د ترکیې له لوري درانه هوایي بریدونه کیدل او د داعش وسله والې ډلې له سیمې د وتلواجازه نه ورکوله په هغه سیمه کې تر پنځه سوه کورنۍ بندې پاتې دي او هیچا ته د تیښتې اجازه نه ورکول کیږي مونږ هیله مند یو چې دا کورنۍ وژغورل شي ځکه چې داعش له دوی څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.”

پّ سوریه کې د انساني ناورین او له لوږې او تندې سره د انسانانو د مخ کیدل په داسې حال کې دي چې د یو شیمر هیوادونو په مداخلې سره ددې هیواد جګړې نور نوې اړخونه چې تر ډيره پچیلي دې پیدا کړي دې ته په کتو سره دا نده روښانه چې سوریه به کله له دې تیارې وځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *