پاكستاني ملېشه و، له خوست سره ټولې لارې تړلې دي پاکستاني ځواکونو له تېرې چهارشنبې راهيسې پر ډيورنډ کرښه له خوست سره د تګ راتګ لارې تړلي او د مساپرو تر څنګ باروړونکو موټرو ته هم د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

خوست د ډيورنډ پر کرښه له پاکستان سره درې اساسي لارې لري. له د دغو لارو څخه یې یوه چې ډېره مشهوره ده غلام خان بندر نومېږي خو دا لار دوه کاله وړاندې د شمالي وزيرستان د عملياتو له پیل سره هم مهاله تړل شوې، مګر د پاكستاني ځواكونو لخوا په تازه مورد كې د ببرک تاڼې او ځاځي ميدان لارو تړل، د تورخم له دروازې را وروستحخههعه نوې مسئله ده.

په سويل ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د دويمې لوا قومندان سمونوال رازمحمد مندوزى كليد ته وايي، تر اوسه د دغو لارو د تړلو كوم دليل نشته خو نوموړي پر پاکستان انتقاد وکړ، چې تل ستونزې جوړوي.

په همدې حال کې سوداګر او نور خلک وايي، د پولې په تړلو سره د ټولنیزو ستونزو ترڅنګ له پاکستان څخه د سوداګريزو مالونو په را انتقال کې له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د خوست د سوداګرو د صنفي اتحاديې مشر انعام رحماني کلید ته وويل، په مارکېټ کې د لومړنيو خوراکي موادو د کمښت له امله نرخونه هم پورته تللي او منفي تاثيرات يې عام خلک زغمي: ((که پر پکتيا زموږ مالونه راځي، لومړی پټان، بيا ګردېز او بالاخره به خوست ته راځي. په دې سره له ۴۰ زره نيولې بيا تر ۵۰ زره کلدارې د هرې بار شوې لارۍ کرايه اضافه کېږي.))

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د پاكستان لخو له خوست سره د ډيورنډ پولې تړل نه يوازې د سوداګرو لپاره، بلکې د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو د تګ راتګ په مخ کې جدي ستونزه ياده کړه.

ځدراڼ هم كليد ته وويل، پاکستان د پولې د تړلو په اړه له ځايي حکومت سره هيڅ خبرې نه دي کړي، خو نوموړي د ستونزې د حل لپاره د مرکزي دولت پر هلو ځلو ټينګار وکړ: ((په دې اړه مو ډېرې هڅې وکړې، خو معلومه نه شوه چې پاکستاني مليشه و په کوم اساس دا لارې تړلې دي؟ موږ دغه موضوع له مرکزي حكومت سره شريکه کړې او هيله من يو چې له ديپلوماتيکو لارو يوه تفاهم ته سره ورسېږي.))

په عين وخت کې ځينې نورې خبري سرچينې بيا وايي، د نورو ولايتونو په څېر پاکستان له خوست سره هم د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر صفري نقطو نظامي تاسيسات جوړوي.

د خوست د ولايتي شورا غړی قيمت خان منګل وايي، پاکستاني پوځيانو په تڼيو او تريزيو ولسواليو کې د غرونو پر هغو لوړو څوکو د پوستو جوړولو کار روان كړى دی، چې ددې ولايت زياتره سيمې ترې په ښکاره ډول برېښي: ((د تريزيو ولسوالۍ د ببرک تاڼې د انځرکي لوړ غر په سر پر پوستو کار روان دی. له دې نقطې څخه د تريزيو او عليشيرو، صبريو او باک ولسواليو ټولې سيمې په نښه کولای شي.))

په جنوب ختيځ کې د پوله ساتو ځواکونو قوماندان سمونوال رازمحمد مندوزی پر صفري نقطو د نظامي تاسيساتو جوړول نه تاييدوي، خو پر لوړو څوکو يې د پاکستاني پوځيانو ځای پرځای کېدل له سرحدي اصولو خلاف کار وباله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *