د فلوجي ښار د نيولو لپاره ډيری سرتيري ددي ښار شاوخوا ته سره راټول شوي دي
دا په داسي حال کي ده چي د عراق پر فلوجي ښار کړۍ تنگه شوي
نريشن…
د عراق فلوجې ښار په عملیاتو کې پرمختګ په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې د داعش وسله والو تیره ورځ هڅه وکړه ترڅو ددې هیواد هیبت ښار له دولتي سرتیرو ونیسي خو عراقي پوځ ویلي چې دوی د داعشیانو بریدونه په شا تمبولي دي هغه عراقي چارواکیو چې په دې عملیاتو کې یې ونډه اخستې ویلي یې دي ډير ژر به د فلوجې ښار له داعش وسله والو پاک کړل شي.
هادي اميري؛ فرمانده گروه بدر…. کليپ (MIDEAST-CRISIS-IRAQ_FALLUJA)
“مونږ د ښار له سقلاویه څخه درې کیلو متره او د ښار له مرکز څخه شپږ یا اوه سوه متره لرې یو هغه څه چې غواړم ووایم دادي چې عملیات د پلان له مخې پر مخ روان دي زمونږ د امنیتي سرتیرو روحیه ښه ده او د په دې عملیاتو کې زمونږ لاسته راوړنې زمونږ په خوښه دي.”
د بدر ډلې قومندان په ډې ښآر کې د ملکي کسانو د ژوند ژغورنې ټینګار کړی ویلی یې دي دوی به هڅه وکړي چې ملکي کسانو ته هیڅ ډول زیان ونه رسیږي
پّ ورته حال کې ویل شوي چې د عراقي ځواکونه د فلوجې ښار څنډې کرمه سیمې ته د ننه شوي دي او په دې ښار کې د پولیس چتک غبرګون او فدرالي پولیس هم ځای پر ځای شوي دي په همدي ډول ویل شوي چې امریکایي ځواکونه او کرد مخکین مرګي د موصل ښار د نیولو لپآره لاس په کار شوي. د یوه بل خبر له مخې په بغداد کې د دوه چاودنو له کبله یولس کسان وژل شوي او نهه دیرش نور ټپیان دي