د بښنې سازمان عربستان کې د بشري حقونو فعال زنداني کيدل غندلي

د بښنې سازمان عربستان کې د بشري حقونو فعال زنداني کيدل غندلي

دا لومړی ځل نه دی چې د بښنې نړیوال سازمان په عربستان کې د بشري حقونو پر نقض کېدو نیوکه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان په عربستان کې د بشري حقونو د یوه فعال پر زنداني کېدو نیوکه کړې ده.

عربستان د بشري حقونو دغه فعال ددې هېواد د “ترهګرۍ ضد” قانون پر بنسټ په اته کال بند محکوم کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، “عبدالعزیز شوبیلي” د “سعودي مدني او سیاسي حقونو” ډلې یواځنی بنسټګر غړی نه دی چې زنداني کېږي.

ددغې ډلې فعالیت درې کاله وړاندې منع شو او بنسټګر غړي یې یو په یو محاکمه او زنداني شول.

د بښنې نړیوال سازمان ددغو کسانو د محاکمې او محکومیت بهیر د “هرډول نیوکې د ځپلو لپاره د سعودي عربستان ظالمانه هڅې” بللي او په دې هېواد کې د بشري حقونو پر وضعیت نیوکه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د بښنې نړیوال سازمان په عربستان کې د بشري حقونو پر نقض کېدو نیوکه کوي.

دغه سازمان او یو شمېرو نورو هغو په وار وار پر هغه څه کلکه نیوکه کړې چې د عربستان دولت لخوا د مخالفینو ځپل یې بولي.

Author

خروج از نسخه موبایل