د کندهار امنيتي چارواکي وايي، يو ماين جوړوونکى يې نيولى چې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى.
دغه ماين جوړوونکى په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې نيول شوى دى.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، د محمد امين په نوم دغه ماين جوړوونکى د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې وسله والو مخالفينو ته ماينونه جوړول.
هغه زياته
دى وايي، څه موده مخکې د دغه پنجابي ماين جوړوونکي چپ لاس د ماين په يوې چاودنه کې پرې شوى هم دى، خو بيا يې هم خپل دې کار ته دوام ورکاوه.
دراني وويل، نيول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړى او د لومړيو پلټنو پر مهال يې ويلي چې وسله والو مخالفينو ته يې په تېرو څو کلونو کې په سلګونو ماينونه جوړ کړي دي.
د ده په خبره، د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به نيول شوى پنجابى ماين جوړوونکى څارنوالۍ ته وسپارل شي.
شاوليکوټ هغه ولسوالي ده چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې په کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات دوام لري.
دغه عمليات تر هغه وروسته پيل شول چې وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ په کټه سنګ او البک سيمو کې د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او د ځينو پوستو تر سقوط وروسته يې د کندهار- اروزګان لاره د ماينونو په وسيله وتړله.
په دغو عملياتو کې دواړو لورو ته درانه مالي او ځاني زيانونه هم اوښتي دي.
امنيتي چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان د لارې د خلاصون عمليات يې چټک کړي او ډېر ژر به دغه لار پرانيستل شي.
د يادې شوې لارې د بندېدو له امله د شاوليکوټ، ورڅېرمه ولسواليو او اروزګان ولايت اوسېدونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.