په سوريه کې جگړه ځپلو سيمو ته د مرستي روسني لپاره بايد آسانتياوي رامنځ ته شي
د ملگرو ملتونو بشر حقونو ريس په دي هيواد کې له ښکيلو خواوو غوښتي ترځو له اړو کسانو سره مرستي رسوني ته لاره هواره او تر يوي مودي اوربند رامنځ ته کړي
د وږیو او سترو ملکي کسانو څخه په جګړه کې د کار اخستنې دوام او له دوی څخه د جګړه ایزو توکو کارونه د شرم وړ ده. د ملګرو ملتونو د ب
استيفن اوبرايان ” په سوریه کې روان حالت داسې نه دی چې مونږ ته د منلو وړ وي او یا سترګې پرې پټې کړو. دا ډول حالات باید له پامه ونه غورځول شي ریښتیني ولي خو داده چې په دې هیواد کې د بشر دوستانه چارې تر پښو لاندې شوې دي ددې حالاتو پر وړاندې مبارزه چې ډيری قربانیان یې ملکي کسان دي دامنیت شورا پریکړه لیک ته اړتیا لري د دې ټولو مسایلو په هکله باید یوه ورځ پوښتنه وشي.”
یو شمیر نړیوال او د بشر حقونو ادارې د سوریې جګړه له هغو جګړو بولي کوم چې پکې له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته ډيری سرغړونې شوې دي په دې جګړه کې تر اوسه د رسمي مالوماتو له مخې دوه سوه اویا او د غیر رسمي مالوماتو له مخې له څلور سوه زره دیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په میلیونونه کسان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.