واکمن ګوند ته د دغو تعدیلاتو د تصویب لپاره په پارلمان کې د ملتپاله ګوند ملاتړ مهم دی
د ترکي د ملت پال ګوند پخوانی مشر، دولت بیسل وايي، چې په ترکيې کې د ریاستي نظام کلک مخالف دی. ښاغلي بسیل په دې نظر دی، چې ریاستي نظام دیکتاتورۍ او فردي استبداد ته لاره هواروي.
نوموړي د سه شنبې په ورځ په پارلمان کې دا خبره وکړه او ټېنګار یې وکړ، چې دا نظام په اوږد مهال کې د ترکیې لپاره ګران پریوزي.
د ترکیې واکمن
واکمن ګوند ته د دغو تعدیلاتو د تصویب لپاره په پارلمان کې د ملتپاله ګوند ملاتړ مهم دی. خو د ملتپاله ګوند پخواني مشر په ښکاره وویل چې د دغو دواړو نظرونو او نظامونو سره مخالف دی.
په خپله ملتپاله ګوند هم د مشرتابه پر سر په لانجو کې ګیر دي. د دغه ګوند سلګونو کسانو د ښاغلي بسیل، چې تر دوو لسیزو زیات د خپل ګوند مشر و، د لېرې کولو هلې ځلې وکړې.
د ترکیې پخواني صدراعظم احمد داود اوغلو له ولسمشر، رجب طیب اردغان سره له یو لړ سیاسي ستونزو وروسته، استعفی وکړه او ویې ویل چې بیا د خپل ګوند، عدالت او پراختیا، د مشرۍ لپاره ونه دریږي.
په همدې حال کې د ترکیې نوي لومړي وزیر بنالي یلدیرمي وویل چې د ترکیې اساسي قانون د هېواد اوسنیو شرایطو او غوښتنو ته ځواب ورکولی نشي، چې په بلې اونۍ کې به یې پر تعدیلولو کار پیل کړي.
ښاغلي یلدیرمي په پارلمان کې د خپلې نوې کابینې له اعلان وروسته وویل، چې اساسي قانون باید دا حقیقت ومني، چې د دولت اوسنی مشر د خلکو په خوښه انتخاب شوی دی. ولمسشر طیب رجب اردوغان په ترکیې کې پوره ریاستي نظام غواړي، هغه څه، چې لومړی وزیر یې ننګه کوي.