سرپل كې د افغان ځواكونو دوه ورځني عمليات، ۱۱ وسله وال مړه، ۷ ټپيان

سرپل كې د افغان ځواكونو دوه ورځني عمليات، ۱۱ وسله وال مړه، ۷ ټپيان

افغان ځواكونه په سرپل كې د پيل كړيو دوه ورځنيو عملياتو پر مهال د ۱۱ طالب وسله والو د وژل كېدو  او اتو نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.

د سرپل سيمه ييز چارواكي وايي، دا عمليات د سرپل په شيرم سيمه كې له دوه ورځو راهيسې روان وو او نن د ۱۱ وسله والو په وژلو او ۷ نورو په ټپي كېدو پاى ته رسېدلي دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، په دې عملياتو كې له وسله والو څخه اووه لوى كلي پاك شوي دي: (( خوشبختانه په دې عملياتو كې ملكي وګړو او پخپله امنيتي ځواكونو ته هېڅ تلفات نه دي اوښتي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل