په نیول شویو سیمو کې د رسنیو په آزد فعالیت او د سانسور دوام

د صهیونیستي رسنیو د ریپوټونو له مخې ددې نظام د سانسور واحد د رسنیو پر فعالیت ډيره بده اغیزه کړې ده. د صهیونیستي رژیم د پوځ قومندانۍ مرکز پر یو شمیر خپرونو، د لیکوالانو پر لیکنو، وبلاګونو او سایټونو همدارنګه د یو شمیر ټولنیزو رسنیو پر خبرو د محدودیتونو ترڅنګ د څیړنې مرکزونو ته استولي دي. دا مضوع یواځې په نیول شویو سیمو کې د څو زره سایټونه او نورې برخې رانغاړي پر هغه رسنیو چې د ورځې حالاتو ته په کتو سره په ځانګړي توګه د نیول شویو سیمو په هکله څیړنې کوي او په دې هکله مطالب خپروي.

دا ډول یوه غوښتنه چې د فیسبوک یو شمیر کارونکو ته هم ا ستول شوې د اضطراري شرایطوله قانون سره په تړاو کې ښودل شوي دي. له دې قانونه سرغړونه د رسنیو د تړل کیدو لامل ګرځیدلی شي. د بیړني حالت په وخت کې چې په نولسو سوه پنڅه ځلویښتم کال کې د پر فلسطین د انګلستاني چارواکیو له لوري د محدودیتونو په کړۍ کې اعلان شوی دی تر اوسه هم پر خپل ځای پاتې دی او لغوه شوی ندی. تر اوسه هم په اسرایلو کې پوځي بندیزونه شتون لري.

د پوځي سانسور قانون د فلسطین په نیول شویو سیمو کې تر دوه زرم کاله نږدې صفر ته رسیدلي وو خو په دې وروستیو کې یې کچه تر ډیره لوړه شوې ده. له کلونو راهیسې په منځني ختیځ کې د بشر له حقونو لوی سرغړونکی یعني صهیونیستي رژیم په بیلا بیلو بهانو لکه د امنیت د اړتیا په بهانه د رسنیو د آزادو خپرونو مخنیوی کړی دی. وروستی ګام هم د اسرایلي رژیم له لوري له دې مخې پورته شوی چې دا رژیم د فلسطینیانو پر وړاندې د وروستیو چلندونو او د دوی د ځپلو په تړاو د نړیوالو له غبرګون سره مخ شوي. د فلسطینیانو پر وړاندې په دې وروستیو کې په داسې حال کې چې دوی په لاریونونو او نیوکو لاس پورې کړی، جدي ګامونه پورته کړل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل