یاسر عبدالعزیز اګومی د عربستان د فاس اوسیدونکی او د کوباني به جبهه کی د داعش د امیر ابو بتار المصری مرستیال دی د کوباني په جګړه کې نیول شوی او ده په خپلو اعتراف کې ویلي: «… پوخي او لویژیستکي مرستې له ترکیې ترلاسه کوو او هغه کسانو چې په کوباني لاس په ټول وژنه پورې کړی په نیغه توګه له ترکیې څخه راوستل شوي دي او زمونږ په جګړه کې د ټپیانو درملنه په ترکیه کې کیږي.» …
پر کوباني د برید په تړاو د یاسین عبدالعزیز ځرګندونې: « پر کوباني د برید پر مهال ابو بتار المصري پر دې
پنځمه او شپږمه ډله هم ښار ته د ننه شول. مونږ په ښار کې تیت شوو او په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شو د ښار له نیولو د او د نقشې له پلې کیدو وروسته له سرین او جرابلس څخه دوه ډلې د مرستندویه په ډول راغلې او یوه کوچونۍ ډله له ترکیې څخه زمونږ سره یوځای شوه. دا ډله د کوباني په ختیځه سیمه کې د غونډې له لارې له مونږ سره یوځای شوه او له همدې لارې راغله. زمونږ موخه د ښار نیول وه د ښار مواصلاتي لارې د تر لاسه کولو او له ښاره د خلکو د تګ مخنیوی زمونږ پلان وو. په ښار کې د خلکو شتون د هوایي او درنو وسلو د کارولو مخنیوی کوي. خو زمونږ نقشه زمونږ په خوښه پلې نشوه او زمونږ پر وړاندې ګام پورته کړل شو په ځینو سیمو وکې له مقاومت سره مخ شوو او مونږ هم د ښار په واټونو او کوڅو کې تیت شوو او هرڅوک به چې له مونږ سره مخ کیدل مونږ به وژل. په عقیدتي زدکړو او د قراني ایاتو د زدکړو په ټولګیو کې مونږ ته ویل کیدل: « کله مو چې کافران لیدل له دوی څخه سرونه پرې کړئ. ملکي کسان هم چې له پ ک ک سره مرسته کوي زمونږ په آند کافران او ددوی وژل حلال دي… » په همدي موخه او د کوباني له خلکو د بدل اخستو لپاره په ی. پ. ګ سره مرسته وشوه او مونږ دوی قتل عام کړل.
د یاسین عبدالعزیزڅرګندونې چې له دوی څخه د ملاتړ کونکو هیوادونو په هکله وې ویلي ډيری مرستې مونږ ته له ترکیې او سعودي عربستان څخه رارسیدې لکه د البسې مرستې له عربستان څخه راتلې خواړه او نورې ورځینۍ اړتیا وې مو له ترکیې څخه تر لاسه کولې.
د نفتو د مشتریانو په هکله د یاسین عبدالعزیزڅرګندونې: مونږ به تیل په ترکیه پلورل او د تیلو له مخې به مو لجستیکي مرستې تر لاسه کولې او زمونږ ټپیان به هم ترکیې ته استول کیدل زه خپل ځینې دوستان پیژنم چې درملنه یې په استانبول کې شوې ده او هغه کسان چې بر سیرن ټپیان شوي وو موصل ته استول کیدل.