د پاریس بریدونو اصلي شکمن د فرانسوي قاضیانو پوښتنې ځواب نه کړې

۲۶ کلن صالح عبدالسلام د ۲۰۱۶ کال مارچ کې په بلجیم کې په یوه کور کې په خپل پټنځای کې د پولیسو په چاپه کې ونیول شو.

د پاریس بریدونو اصلي شکمن صالح عبدالسلام د پوښتنو ګروېږنو په لومړۍ ناسته کې فرانسوي قاضیانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

د هغه یوه وکیل وویل، موکل یې نه غوښتل په پاریس کې جوړې شوې علني ناستې ته څه ووایي، خو ښایي وروسته خبرې وکړي.

۲۶ کلن صالح عبدالسلام د ۲۰۱۶ کال د مارچ په نیمایي کې په بلجیم کې په یوه کور کې په خپل پټنځای کې د پولیسو په چاپه کې ونیول شو.

ښاغلی صلاح چې ویل کېږي د پاریس د ۲۰۱۵ کال نوامبر ۱۳ مې خونړیو بریدونو کې مهم نقش لري، تر نیول کېدو وروسته فرانسې ته وګرځول شو او اوسمهال تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په زندان کې ساتل کېږي.

 عبدالحمید اباعود چې له هغه د پاریس بریدونو د اصلي طراح بلل کېږي، تېر کال د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو.

صالح عبدالسلام د پاریس بریدونو بل شکمن عبدالحمید اباعود د ماشومتوب ملګری دی چې له هغه د پاریس بریدونو د اصلي طراح په توګه یادونه کېږي.

عبدالحمید اباعود تېر کال د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو.

د پاریس په بریدونو کې چې اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې یې مسوولیت پرغاړه واخست، ۱۳۰ کسان ووژل شول او لسګونه کسان نور ټپیان شول.

Author

خروج از نسخه موبایل