د ترکیې له لوري د داعش د تیلو د پلورلو په هکله په یو شمیر رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو له مخې، یو شمیر لویدیځو هیوادونو ددې موضوع د اسنادو د تر لاسه کولو هڅې پیل کړې دي. دوی غواړي ترڅو د ترکیې دولت چارواکي او ددوی نور ملګري چې د داعش د تیلو په پلورلو تورنیږي د قانون منګلو ته وسپاري. په همدي تړاو د بلغارستان څارنوال ساساروف خبر ورکړی چې په لویه پ
د بلغاریا دې قضایي چارواکي ۱۷/۱۲/۹۴ نیټه اعلان کړی:«مونز د بلغارستان او نورو هیوادونو د اطلاعاتي ادارو له لوري او د هغه انڅورو له مخې چې له سپوژمکۍ په وسیله اخستل شوي ددې ښکارندویي کوي چې دترکیې له خاورې بلغارستان ته د داعش تیل راوړل شوي دي. هغه تیل چې په سوریه او عراق کې د داعش تر واک لاندې سیمو څخه ددوی لاس ته ورغلي دي دا تیل له ترهګریزو ډلو څخه پیرودل شوي او د بیا اروپایي دلالانو ته رسیدلي دي.»
له دې سره دایټالیا بولونیا ښار لوی څارنوال د داعش او د بلال اردوغان چې د ترکیې د لومړي وزیر ځوی دی د داعش د تیلو پلورلو له معاملې خبر ورکړی دی.
بلال اردوغان د تیر کال له وړي راهیسې د ایټالیا په بولونیا کې میشت دی. د ایټالیایي محکمې غوښتنه د ناټو د اسنادو له مخې په لاره اچول شوې او په دې هیواد کې د ترکیې له لوري د داعش د تیلو پر پلورولو چې د تیلو د کنګل نوم ورکړل شوی نیوکه شوې ده. خو د ناټو پ دې ریپوټ کې ټینګار شوی چې په دې هکله چې یوه برخه یې له اروپایي ټولنې سره د ترکیې د یو ځای کیدو پلان رانغاړي باید په سیمه او کره توګه وڅیړل شي او په سیاسي فضا او رسنیو کې خپاره شي.
د ویلو وړ ده چې څو میاشتې وړاندې یو شمیر رسنیو د عراق کرد اصليت لرونکي د انګلستان پارلمان غړي رغنده رول او د داعش د تیلو په پلورولو کې دده له مهم رغنده رول څخه خبر ورکړی دی.
البته د ده دتیر محکومیت له مخې چې د انګلستان په قضایي دستګاه کې یې درلوده او د پیسو د کنګل په تور تورن شوی د انګلستان د سیاسي او قضایي چارواکیو له غبرګون سره مخ شوی دی.