د ټوټاپ پروژي څخه د ملاتړ په موخه د عدالت غوښتنې لاريون له ځان سره ښه حرکتونه

د ټوټاپ پروژي څخه د ملاتړ په موخه د عدالت غوښتنې لاريون له ځان سره ښه حرکتونه درلودل چي د هيواد خلکو ترمنځ د يوالي رنگ يي له ځان سره درلود

امنيتي سرتيرو ته د لاريون کوونکو له لوري د گلو گيډۍ ډالۍ کول او د لاريو په پاي کي لاريون کوونکو له واټونو څخه دکثافاتو راټول له دي ښې گڼو څخه شميرل کيږي

زيات شيمر لاريون کوونکو نن د ښارلۍ دنده او د ښار پاکولو دنده پر غاره درلوده او يوي ډلې په لاريون کونکو پسي له ښاره کثافات را ټولول له دي سره چي يو شمير د ښاروالي کارکونکو هم له دوی سره مرسته او همکاري کوله

له دې سره یو بله ډله له لاریون کونکو مخکې وه او امنیتي سرتیرو ته یې ګولونه ډالی کول او له دوی څخه د امنیت د ټینګښت مننه کوله.

د امینتي زړه ورو سرتیرو غبرګون هم له مینی او محبت څخه ډک وو دوی زاړه او ناروغ لاریون کونکي په خپلو دولتي موټرو کې لیږدول.

د نني لاریون یو بل ښه اړخ داوو چې په ډې لاریون کې له بیلابیلو پرګنو کسانو ګډون درلود په دې لاریون کې د ډیرو عمر لرونکو او معلولو کسانو هم ونډه درلوده تر څو ددوی په وینا د عدالت او حق غوښتنې غږ ځواکمن شي. همدارنګه یو شمیر نورو کسانو له لاریون کونکو سره د مرستې مسولیت درلود او خلکو ته به یې اوبه رسولې.

د لاریون کونکو یوې په دندې ګمارل شوې ډلې امینتي سرتیرو ته د ګلونو په ورکولو سره له دوی څخه د ا منیت په تینګښت کې مننه کړې او امنیتي سرتیرو هم له لاریون کونکو سره تر وسه مرستې کړې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل