د ټوټاپ پروژې د لاري بدلون په غبرگون لاريون له نن سهاره پيل شوي دی زمونږ خبريال ويلي په دي لاريون کي په لسگونه زره کسانو گډون
دا لاریون نن سهار د کابل له بیلا بیلو سیمو د لسګونه زره کسانو په ګډون په لاره اچول شوی. دوی د بامیانو پر ځای د سالنګ له لاری د برښنا د مزو پر لیږدلو نیوکه کړې او په همدي اړه یې شعارونه له ځان سره لیږدول دوی وایي حکومت باید مرکزی محرومو سیموته تر ډيره پاملرنه وکړي له دی سره دوی پر حکومت تور لګولی چې ددې سیمو پر وړاندې تبعیضي چلند وکړي.