د پاکستان فلسطینیانو موسسې اعلان کړی چې له فلسطینیانو سره دهمغږۍ په موخه د « نکبه ورځ» پر فلسطین د تیري له ورځې سره به د «فلسطین د فلسطینیانو هیواد» په نامه کمپیان پیل کړي.
د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې، د پاکستان فلسطیني موسسې د مرکز مشرانو په وینا چې له دوی ځخه ددې هیواد د ولسي جرګې پخوانی غړ
له دې سره د مې میاشتې په دولسمه نیټه به په کراچی کې د پآکستان د هنرونو شورا چې د فلسطین ادبي کمیټې په مدیریت یوه مشاعره چې نوم به یې فلسطین د فلسطینیانو هیواد وي په لاره اچول کیږي او ددې غونډې مشرې به پروفیسر سحرانصاريکوي. سناتور عبدالقیوم سومرو چې د پآکستان پخواني ولسمشر آصف علی زرداری سلاکار واوو ددې ناستې ځانګړی میلمه به وي او پّ دې ناسته کې به پیژندل شوي او مشهور شاعران ونډه لري.
په همدي توګه د پلان له مخې د دوه زره شپاړسم کال د مې میاشتې پّ دیارلسمه نیټه د جمعې له لمانڅه وروسته به په لاهور کې د داتا له له صالون بهر به پر فلسطین د اسرایلو د نیواک ګری د پای ته رسیدو په موخه لاریون تر سره شي.
له دې سره پّ حیدر آباد او ملتان کې به هم لاریونونه په لاره واچول شي. له دې سره به په بلوچستان ټولې مذهبي اوسیاسي ګوندونه هم یوه مطبوعاتي ناسته تر سره کړي او پّ اسلام آباد کې به هم فلسطین د فلسطینیانو هیواد دی تر نامه لاندې یوه غونډه تر سره شي او په پای کې به اسرایل د نه منلو دی لاریون په لاره واچول شي.