د سوريي په حلب ښار کي اوربند د دوه نورو ورځو لپاره وغځيد

د سوريي په حلب ښار کي اوربند چي له پنجشنبي راهيسي په لاره اچول شوي وو د دوه نورو ورځو لپاره وغځيد امريکا او روسيه په دي ښار کي د اوربند پلي کيدل ډير اړين بولي

په ورته حال کي د سوريې ملاتړو ډلي په پاريس کي يوه ناسته پيل کري تر ځو ددي هيواد ستونزي ته د حل يوه لاره پيدا کړي

دا اوربند د تیرې شپې په یوه بجه پای ته رسیدونکی وو خو له ټاکلې نیټې دوه ساعته وړاندې تر اته څلویښتو ساعتونو ددې اوربند د غځیدو خبر خپور شو. د سوریې دولتي ټلویزیون ویلي په حلب اوشا وخوا سیمو کې اوربند اته څلویښت ساعته نور هم غځیدلی دی.

په ورته حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري چې په پاریس کې د سوریې دملاتړو ډلې په ناسته کې ګډون لري وایي: مسکو او تهران تر خپل ملاتړ لاندې پر وسله والو فشار راوړي ترڅو اوربند پلی کړي.

جان کري؛ “د اعلامیې اصلي موضوع چې دلته به خپره شي د تیرو اندیښنو پر خلاف ده مونږ به د قضیې مثبت اړخونه په پام کې ونیسو خو زمونږ عموومي موضوع به داوي چې باید پریکړې پلې شي او دې پریکړې ته باید ټول ښکیل اړخونه درنښت ولري.”

د روسیې او امریکا سربیره د آلمان فرانسې عربستان او سوریې دولت استازي هم په دې ناسته کې ګدون لري دا ناسته له هغه وروسته په لاره اچول شوې چې د سوریې په هکله د جینو ناسته له ستونزو سره مخ شوې ده او له دې داسې نه ښکاري چې دا ډول ناستې به په سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو لامل شي

د سوریې په پنځه کلنه جګړه کې د رسمې مالوماتو له مخې دوه سوه پنځوس او د غیر رسمي مالوماتو له مخې له څلور سوه زره ډیر کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل