د کاناډا د البرتا په سیمه کې د اور وژنې عمله اوس هم هڅه کوي چې هغه اور مړ کړي چې په یو ځنګل کې لګیدلی دی او ددې سبب شوی چې د سیمې څخه ۹۰زره خلګ ووځي.
پولیسو او پوځ د جمعې په ورځ په ۵۰۰ موټرو کې د سیمې څخه خلګ خوندي ځایونو ته وویستل. د پنجشنبې په ورځ هم شاوخوا ۸۰۰۰ کسان د الوتکو له لارې خوندي سیمو ته انتقال شول.
دغه رازد جم
د البرتا د اور وژنې د ادارې ویاند چاد موریسن وايي “دا یو خطرناکه اور دی چې لګیدلی دی او ددې تمه کیدای شي چې هرڅه وشي. زما پیشبیني دا ده چې په راتلونکو دوو ورځو کې به اور د شمال ختیځ لوري ته خپور شي.”
خلګ ځکه د هوا له لارې خوندي سیمو ته انتقالیږي چې د ځمکې لارې د اور له کبله بندي شوې دي.
د کاناډا د فورټ مکري د سیمې څخه په زرګونو خلک وتلي دي او ۱۶۰۰ ودانۍ هم سوځوليدلي دي. چارواکي هڅه کوي چې د اور د لګیدو لامل پیدا کړي.