له تاجکستان څخه د سترې وطن ساتونکی جګړې ۹۰ کلن متقاعد به د برۍ ورځې په ویاړ په پریټ کې ګډون وکړي
د ستالینګراد د جګړې برخه وال حیدر حلیموف د بري په ویاړ دجشني مراسمو لپاره د ګډون کولوپه خاطر مسکو ته د راتللو تیاری نیسي. دا چې
حیدر حلیموف چې د دوشنبې اوسیدونکی دی ،لږه موده پخوا۹۰ کلن شو. دی ډیر ښه روغتیا یې حالت لري. له همدې کبله ، دېته چمتو دی چې په مسکو کې د بري په ویاړ په ټولو جشنی مراسمو کې ګډون وکړي.
په همدې هکله معلومات سپوتنیک ته د تاجکستان د جمهوري ریاست د سترې وطن ساتونکې جګړې د متقاعدینو د شورا مرستیال رییس ـ ولي سایرابیکوف په خپله مرکه وړاندې کړ:
د سترې هیواد ساتونکې جګړې یو برخه وال حیدر حلیموف د بري په ویاړ په جوړ شوی پریټ کې به ګډون وکړي.هغه ځان ډیر ښه احساسوي ، او موږ هیله من یو چې دی به مسکو ته سفر وکړي.
حیدر حلیموف د روسیې د حکومت په بلنه به مسکو ته لاړ شي. تاجکستان چمتو وو چې روسیې ته د سترې هیواد ساتونکې جګړې د برخه والو بشپړې ډلې روانې کړي. خو د متقاعدینو عمر ډیر دي. له همدې کبله ستونزمنه ده چې دوی له تاجکستان څخه روسیې ته څلور ساعته الوتنه وکړي. ولی سایرابیکوف زیاتوي:
د جګړې زموږ د هیواد ټول برخه وال په جشنی مراسمو کې د ګډون کولو لیاقت لرې. خو د ګډون کولوپرته دلته د دوی روغتیایې حالت او شونتیاوې هم ډیرې مهمې دي. ځکه چې زموږ دمتقاعدینو عمر ډیرې دي.
د تاجکستان د متقاعدینو شورا خبر ورکړ چې اوس په دغه هیواد کې د جګړي ۶۳۳ تنه برخه وال ژوند کوي.
د پروسږ کال د مۍ له میاشتې څخه تر اوسه پورې ۱۸ تنه متقاعدین مړ شوی. خو اوس هم په تاجکستان کې ۲۰۰۰ د جګړي پخوانی پوځیان په ځانګړې ډول ثبت دي.
لکه چې سپوتنیک اطلاعات تر لاسه کړی د بري د ۷۱ مې کالیزې د لمانځنې په درشل کې به د جګړي ټول برخه وال او د جبهو کارکونوکی به د ولسمشری له بودجې نه ۲۶۰ ډالره په اندازه لنډ مهاله مالي مرستې تر لاسه کړي.
د سترې هیواد ساتونکې جګړي په کالونو کې د تاجکستان له ۱،۵ ملیون اوسیدونکي څخه دهیواد تقریبا ۳۰۰ زره وګړي په جګړه کې ګډون کړی وو.
دلته درې بشپړې فرقې وو. هغوی د مسکو په جګړو کې ګډون کړې وو. همدا شان دوی د قفقاز او ستالینګراد په ازادولو کې هم ګډون درلودل. د تاجکستان ۵۴ اوسیدونکي د شوروی اتحاد د اتل لقب تر لاسه کړی. همدارنګه نور ۵۵ زرو تنو ته د جګړې بیلابیل لقبونه او مډالونه ورکړ شوی