د جرثقیل په نسکوریدو سره د بن لادن د شرکت لس میلیارده ریالي زیان

د څلور ویشت اخبار چې د دوه زره شپاړسم کال د مې په لومړی نیټه د سعودي عربستان د سي این بي سی اقتصادي شبکه کې خپور شو ویل شوي چې د بن لادن شرکت له هغه وروسته کله چې په مسجد الحرام کې جرثقیل سقوط وکړ له ډیریو مالي زیانونو مخ شوی دی او دا زیانونه یې ددې شرکت د ماتې تر پرتلې ښودلي دي.

له دې سره په دې ریپوټ کې د جرثقیل د سقوط سره د بن لادن شرکت ماتې ته هم نغوته کړې ده له هغه پیښې وروسته چې په لړ کې یې نږدې یو سل اویا کسان مړه شول. له دې پیښې وروسته دولت له دې شرکت سره د نویو تړون لیکونو له لاسلیکه ډډه کړې چې په دې سره دې شرکت تر اوسه سل میلیارده ریاله زیان ګاللی دی

په دې ریپوټ کې ویل شوي چې اوس مهال دا شرکت په کور دننه او بهر کې د یو سل څلویښتو میلیاردو ریالو په ارزښت پنځه لس پروژې لري په داسې حال کې چې ددوی تر لاسه لاندې د پروژ ارزښت تر دوه سوه شلو میلیاردو ریالو رسیږي. پّ دوه زره اولسم کال کې به ددې شرکت ګټه څلور اعشاریه اته ملیارده ریاله او په دوه زره اتلسم کال کې به پنځه سوه پنځه نوي میلیونه ریاله وي.

په دې ریپوټ کې له ستونزې ددې شرکت د وتلو لپاره درې لارې غوره ښودل شوې دي: ددې شرکت تر لاسه لاندې د پروژو پلورل او یا له هغه تړون لیکونو وتل کوم چې دوی تر لاسه کړي او باید دا شرکت اعلان وکړي چې دوی ماته خوړلې او نشي کولای له دې وروسته پروژې پلې کړي.

د بن لادن شرکت له دې ستونزې وروسته خپل یو سل پنځوس زره کارکونکو ته ځواب ورکړی دی چې ددوی ډیری کارکونکي مصریان دي. کارکونکو هم ویلي ترڅو چې ددوی د څلورو میاشتو معاشونه نه وي ورکړل شوي له سعودي عربستان څخه به ونه وځي.

Author

خروج از نسخه موبایل