د ترکې لومړى وزير استعفی وکړه

د ترکيې لومړى وزير، احمد داود اوغلو وايي ” دروانې مياشتې په پاى کې به د حاکم گوند په غير عادي عمومي غونډې کې خپله دنده پرېږدي”.

د ښاغلي داود اوغلو په اړه فکر کېږي له هغې وروسته چې ولسمشر رجب طيب اردگان سره يې دې پلان په اړه چې د ترکيې حکومتي سستم د ولسمشرۍ هغې ته واړوي مخالفت وښود، د دواړو ترمنځ لارې جلا شوي دي.

خو په يوې وينا کې ښاغلي داوداوغلو وويل ” اوس هم ولسمشراردوگان ته وفاداره دى، او له چا يې هم زړه بد نه دى”.

د ده ځاى ناستى به د مې په ٢٢ نېټه د گوند غونډې کې ټاکل کېږي.

 لومړي وزير ددې راپورونو راښکاره کېدو وروسته د دندې د پرېښودو اعلان کړى دى چې ولسمشر اردگان سره اختلاف پيدا شوى دى.

ددې نه وړاندې د ولسمشر يوه سلاکار ويلي و چې ددې بدلون وروسته به له ټاکلې نېټې وړاندې انتخابات نه کيږي يواځې د حکومت په مشرتابه کې به بدلون راځي.

ښاغلي داود اوغلوو پرون دوو ساعتو پورې ولسمشر اردوگان سره وليدل چې په څرگند ډول د دواړو ترمنځ اختلافونه لري شوي نه دي.

که څه هم ښاغلي داود ارغلو ويلي دي چې گوند کې به يې فعاليت دوام کوي، خو روانې سياسي ناباورۍ د ترکيې په مالي بازارونو بد اغېز کړى دى، د ترکيې د پېسو بيه پرون د ډالر په مقابل کې څلور فيصده راټيټه شوه.

Author

خروج از نسخه موبایل