داسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۸۷۸ میلیونه ډالرو، مرسته تصویب کړي.
د مرستو تصویبول، د دوشنبې په ورځ په جرمني کې د اسیا د پراختیایي بانک ۴٩ کلنۍ غونډې کې شوي دي. د افغانستان د مالي وزیر اکلیل حکیمي په دغه غونډه کې د ګډون لپاره جرمني ته تللی دی.
د غونډی تر څنگ
دغه بانک ژمه کړی چې د ٨٧٨ ملیونو ډالرو مرستې به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پوره روانې وې، او دغه مرستې به د ترانسپورت ، د انرژۍ د تولید او طبعي منابعو په سیکټرونو ولګول شی.
د اسیا د پراختیايي بانک دغه کلنۍ غونډه به د مۍ تر پنځمې روانه وي، چې د نړۍ د حکومتونو، خصوصي سیکتور او مدني ټولنو شاوخوا ۳۰۰۰ مشران او استازي برخه لري.