ترکيه کې د پوليسو له مرکز سره نژدې مرګونی بريد شوی

د ترکيې د چارواکو په وينا د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې د غازي عنتاب ښار د پوليسو د يوه مرکز مخې ته د موټر بم درنه چاودنه شوې چې لږ ترلږه د پولیسو دوه افسران په کې وژل شوي او د ۴ ولسي وګړو په ګډون ۱۹ تنه نور پوليس په کې ټپيان شوي دي.

دغه ښار د ترکيې په جنوب کې د سوريې له پولې سره نژدې په ۱۰ کيلومترۍ کې پروت دی.

د ترکيې د خبري اژانس په وينا په ټپيانو کې لږ ترلږه ۱۹ تنه يې د پوليسو کارکوونکي دي. تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۲ کال کې په دغه ښار کې د پوليسو له يوه مرکز سره نژدې ځانمرګی بريد شوی و.

د ترکيې د سي اېن اېن تلويزيون وايي، چې دغه چاودنه ډېره زوروره وه او اواز يې څو کيلومتره لرې اورېدل شوی و.

له تېر کال راهيسې په ترکيه کې ډېرې چاودنې شوې، چې د کوردانو او يا هم “اسلامي دولت” نومې ډلې يې پړه منلې ده.

په وروستيو کې د کوردانو يوې بېل غوښتونکې ډلې ويلي وو، چې د ترکيې د حکومت پر وړاندې پوځي عملياتو کې به نور هم زياتوالی راولي.

بل خوا د ترکيې په جنوب نوسابين ښارګوټي کې درې عسکر وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي، د ترکيې پوځ يې پړه د کوردانو پر کارګر ګوند پي کې کې، اچوي.

د اسوشېټېډ پريس خبري اژانس په وينا د پوليسو دغه مرکز د حکومتي ودانيو سره نژدې پروت دی.

Author

خروج از نسخه موبایل