د حیدر عبادي له حکومته ملاتړ کوو

د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر جو بایډن عراق ته په خپل سفر کې له پلازمېنې بغداد نه د کوردستان مرکز اربیل ته تللی دی160429020937_biden_abadi_in_baghdad_640x360_epa_nocredit.

سپینه ماڼۍ وایي، د یوه پراخ او تکنوکراتې کابینې او همداراز له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره د عراق لومړي وزیر حید عبادي له هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلی بایډن د پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۲۸مه) په بغداد کې له حیدر عبادي سره وکتل.

د عراق لومړي وزیر د خپل حکومت کابینې د غړو بدلولو او د نویو تکنوکراتو څېرو راوستلو په حال کې دی، داسې حکومت چې کوردان او ډېر سني عربان به هم پکې وي او لومړیتوب یې هم له فساد سره مبارزه ویل شوې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي، عراق ته د جو بایډن سفر “د حیدر عبادي له هڅو د امریکا د ملاتړ د دوام نښه ده ترڅو هغه د عراق خلک د داعش پروړاندې متحد کړي.”

جو بایډن له بغداد څخه د کوردستان مرکز اربیل ته هم تللی دی. هغه د کوردستان له لوړپوړو چارواکو سره هم خبرط کوي. ددې خبرو اترو جزییات لا په رسمي ډول نه دي په ډاګه شوي.

امریکا غواړي د عراق کوردي پیشمرګه ځواکونو ته ۴۱۵ میلیون ډالره مرسته ورکړي. کوردي ځواکونه له داعش سره مبارزه کې مهمه ونډه لري.

نژدې ۳۰۰۰ امریکایي سرتېري په عراق کې دي چې په عمده ډول له داعش سره د جګړې صحنې شاته د عراقي ځواکونو پر روزنې او هغوی سره په اطلاعاتي او لوجستیکي مرستو ورکولو بوخت دي.

Author

خروج از نسخه موبایل