اطريش ته د تگ په لاره کي نور خندونه هم رامنخ ته کيزي

اطريش ته د تگ په لاره کي نور خندونه هم رامنخ ته کيزي ددي هيواد پارلمان په دي برخه کي اطريش ته د کدوالو د مخنيويو يوه جنجالي طرحه تصويب کري ده

ددې قانون له مخې چې د کډوالو پر وړاندې له ټولو سخت قانون شمیرل کیږي کدوالو ته د اوسیدنکې حق تر دریو کلونو را ټیټ شوی دی

دا قانون چې تیره ورځ تصویب شو د کدوالو په چارو کې به د حکومت لاس نور خلاص کړي چې د بیړني حالت په اعلان سره به دې هیواد ته د کډوالو مخنیوی کوي او د ډیریو کدوالو پناه غوښتنه به ردوي.

د ملګروملتونو د کډوالو ځانګې د اطریش دا پریکړه غندلې ده

له دې سره اطریشي چارواکیو ویلي دوی داسې یو پلان تر لاسه لاندې نیولي چې له ایټالیا څخه د کډوالو د مخینوي په موخه به د څلور سوه مترو په اوږدوالي یوه مانع رامڼځ ته کوي خو ددوی دې هوکړې د ایټالیا د حکومت قهر هم را پارولی دی ددې هیواد لومړي وزیر دا کار د شرم وړ او د نړیوالو قوانینو پر خلاف ښودلی دی.

په ورته حال کې دوه ورځې وړاندې په سلګونه ایټالیانو د کډوالو په ملاتړله اطریش سره پولې ته نږدې په لاریون لاس بورې کړ چې په لړ کې یې د لاریون کونکو او اطریشي پولیسو ترمنځ نښه هم رامنځ ته شوې ده اطریش په تیر کال کې نهه زره کډوال منلي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل