اسرايلي سرتيرو د بيت المقدس په يوه پوستنه کي دوه فلسطينيان په ډزو سره وژلي دي

اسرايلي سرتيرو د بيت المقدس په يوه پوستنه کي دوه فلسطينيان په ډزو سره وژلي دي

له دې سره چې اسرایلي پولیسو ویلي دې دوه کسانو چې یو یې نارینه او بله یې ښخینه وو ددوی خبراوي پر وړاندې بیغورې کړې او په داسې حال کې د سرتیرو په لور را روان وو چې چاړه یې په لاس کې وه خو عیني شاهدانو ویلي: یوه فسلطینی غوښتل خپله خور روغتون ته بوځي خو په داسې حال کې د سرتیرو له لوري په نښه شو چې ده ډیره بیړه درلوده د وژل شویو د کورنیو غړیو هم د عیني شاهدانو د خپرو پخلی کړی دی.

مرام ابو اسماعيل – “اسرایلي سرتیري دروغ وایي که چیرې دا پر اسرایلي سرتیرو د برید لپاره تلله نو خپل ورور یې له ځان سره بیولو؟ که چیرې ددې موخه برید وه بیا به یواځې تلله نو ورور به یې له ځان سره نه بیولو.”

ددې پیښې یوه بل عیني شاهد ویلي اسرایلي سرتیرو دډې کسانو په لیدلو سره پر دوی ډزې کړې لومړی یې یوه میرمن چې امیندواره هم وه په ډزو سره ووژله او له دې وروسته یې له دې سره په نارینه ډزې وکړې او دی یې هم وژلی دی

د سه شنبه په ورځ هم د الاقصی جومات شاوخوا ته د فلسطینی مسلمانانو او اسرایلي سرتیرو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده به دې سیمه کې نښته هغه مهال رامڼځ ته شوه کله چې دې جومات ته د یهوديانو د ننوتلو له پریکړې سرغړونه وشوه دا پیښه د مسلمانو له غبرګون سره مخ او د نښتې د رامڼخ ته کیدو لامل شوه پولیسو ویلي له دې جومات څخه نهه تنه لیدونکي نورو سیمو ته لیږدول شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل