پاکستان د شرعي محکمو موجودیت څېړي

په پاکستان کې یوې محکمې د جماعت الدعوه پر ضد عریضه منلې ده. پر دغې ډلې تور دی، چې د لاهور ښار په ختیځه څنډه کې شرعي محکمې لري.

امریکا، د جماعت الدعوه ډله د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو په لست کې شامله کړې ده او لویدیځوال یې د لشکر طیبه څانګه بولي، چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ کې پر یو هوټل برید وکړ او ۱۶۶ تنه یې ووژل.

په لاهور کې د کورونو او ودانیو یو کاروباري، خالد سعید، د دغې ډلې پر ضد دعوه ثبت کړه، ښاغلی سعید د رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې جماعت الدعوه د جنورۍ په میاشت کې له یو بل سړي سره د ملکیت پر سر دعوې له کبله خپلې محکمې ته احضار کړی و.

هغه وايي ” قاضي پرېکړه وکړه، که ستونزه مې حل نکړه، د شرعي قانون له مخې به پر ما حکم کوي او هېڅ ډول عذر به هم نه مني.”

د پاکستان قضايه ځواک له سیاستوالو سره په معاملو کې تر ډېره خپلواک دی، خو اوس به معلومه شي چې د یو ځواکمن اسلامي سازمان سره څه کوي.

د لاهور د سترې محکمې قاضي، شاهد بلال حسین، د سه شنبې په ورځ د ښاغلي سعید عریضه قبوله کړه او د جماعت الدعوه وکیل ته یې وویل ” خالد سعید د شواهدو په اساس خپل دلیل لري.” د چهارشنبې په ورځ محکمه ونشوه او معلومه نه ده، چې کله به کیږي.

د رویټرز خبري اژانس وايي د محکمو اسناد ښيي، چې جماعت الدعوه د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د حکومتي محکمو ترڅنګ، خپلې شرعي محکمه لري، خلک احضاروي، د کورنیو، مدني او جنایي قضیو په اړه پرېکړې کوي.

خو، جماعت الدعوه دا خبره ردوي او وايي چې هغوی ” د مذهبي مشرانو په مشرۍ کلیوالي شوراګانې لري، چې د اسلامي لارښوونو په اساس د خلکو ترمنځ منځکړتوب کوي او ستونزې یې حلوي.”

د جماعت الدعوه مشر، حافظ سعید دی. هغه مخکې د منع کړل شوي ترهګریز سازمان، لشکر طیبه مشر هم و. سره له دې چې امریکا د هغه په سر۱۰میلیونه ډالره انعام اېښی، خو هغه په ښکاره په پاکستان کې غونډې جوړوي، تلویزونو کې مرکې او خبرې کوي.

د جماعت الدعوه ډله وايي په پاکستان کې ۳۰زره رضاکاران او سلګونه کارکوونکي لري.

Author

خروج از نسخه موبایل